کابل (پژواک ١٣ چنګاښ ٩١): د هېواد د پنځو زونونو د لوبډلو ترمنځ د کرکټ درې ورځنۍ سيالۍ د چنګاښ په ١٣مه د مس عينک په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.
د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنيو د څانګې غړي فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا سيالۍ لس ورځې مخکې د کابل او ننګرهار ولايتونو د کرکټ په نړيوالو لوبغالو کې پيل شوې وې.
هغه زياته کړه، چې په دغو سياليو کې د مس عينک، سپين غر، آمو، بند امير او بست زونونو لوبډلو برخه اخيستې وه.
هوتک وايي، چې د کرکټ د دغو درې ورځنيو سياليو پاى لوبې ته د مس عينک او سپين غر زونونو لوبډلو لاره پيدا کړې وه، چې د کابل په نړيوال لوبغالي کې يې ترمنځ سيالي ترسره شوه.
نوموړي وويل، چې د پاى لوبې پچه سپين غر ګټلې وه، خو لومړى يې مس عينک ته د لوبې بلنه ورکړه. د مس عينک لوبډلې په خپل لومړي وار کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو په ٧٥ اورونو کې ٣٣٠ منډې جوړې کړې، رحيم منګل ١٠١، فضل نيازي ١٠٠ او رشيد ځدران ٧٣ منډې جوړې کړې.
د سپين غر زون لوبډلې په خپل وار کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو په ٤١ اورونو کې ١٦٣ منډې جوړې کړې، د دوى له لوري عدنان ٤٠ او شفيق الله شفق ٤٢ منډې جوړې کړې.
د مس عينک له لوري رحمت شاه ډېره ښه لوبه وکړه او د سپين غر زون نهه لوبغاړي يې وسوځول.
دغه ډول د مس عينک لوبډلې د دې درې ورځنۍ لوبې په لومړي وار کې پر سپين غر ١٦٧ منډې زياتې کړې دي.
د مس عينک لوبډلې په خپل دويم وار کې په پنځوسو اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ١٨٢ منډې جوړې کړې او د لومړي وار په زياتو منډو سره يې په ټوليزه توګه سپين غر زون ته د ٣٤٩ منډو هدف کېښود.
فريد هوتک وايي، چې د سپين غر لوبډلې په خپل دويم وار کې هم ښه ونه ځلېد او يواځې په ١٠١ منډو وسوځېده او دغه راز د مس عينک زون لوبډلې دغه لوبه د ٢٤٨ منډو په توپير سره وګټله.
د مس عينک له لوري رحمت شاه يو ځل بيا ښه لوبه وکړه او څلور لوبغاړي يې وسوځول
رحمت شاه چې په دې لوبه کې يې په ټوليزه توګه ١٣ لوبغاړي وسوځول د دې پاى لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
دغه راز د سپين غر لوبډلې کپتان شفيق الله شفق، چې په دغو سياليو کې تر ټولو زياتې ٢٦٠ منډې جوړې کړې، د دغو سياليو غوره لوبغاړى او د بست لوبډلې توپ اچوونکى نسيم بړېڅ چې ١٦ لوبغاړي يې سوځولي، د دغو سياليو غوره توپ اچوونکى اعلان شو.
د لوبې په پاى کې د کرکټ بورډ او اتصالاتو شرکت له خوا پر غوره لوبغاړو او لوبډلو نغدي جايزې او کپونه ووېشل شول.
Views: 35
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن