ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان بانک د افغانۍ د ثبات لپاره اړينې پريکړې وکړې

5 Jul 2012 - 15:43
5 Jul 2012 - 15:43

کابل (پژواک ١٥ چنګاښ ٩١): د افغانستان بانک پرېکړه وکړه، چې ټول تړونونه دې په افغانيو تر سره شي، بانکونه دې له هېواده بهر پانګونه نه کوي او د حج مراسمو ته له تلونکو دې هم افغانۍ واخيستل شي.

د افغانستان بانک مشر نورالله دلاوري د چنګاښ په ١٥مه په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې دغه پرېکړه نن د دغه بانک عالي شورا د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د ثبات په موخه کړې ده.

هغه وويل، چې دا مهال په هېواد کې ډېر تړونونه په امريکايي ډالرو ترسره کېږي او دغه کار د افغانۍ ثبات ته زيان رسوي.

دلاوري له ټولو دولتي او نا دولتي ادارو وغوښتل، چې له يادې پرېکړې سره سم دې له دې وروسته ټول تړونونه پر افغانيو ترسره کوي.

دغه راز دى وايي، چې د افغانستان بانک د پيسو له نړيوال صندوق (IMF) سره په تفاهم په داسې يو ميکانيزم کار کوي ، چې له مخې به يې شاوخوا ٨٠ سلنه د بانکي نظام د مشتريانو پر سپارل شوېو پيسو  په هېواد کې د ننه پانګونه وشي.

هغه وويل ،چې د بهر پرځاى په هېواد کې  پانګونه  له يوې خوا د هېواد اقتصادي ودې لامل کيږي  او له بلې خوا د انفلاسيون په کنټرول کې ښه ونډه لرلى شي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، دا مهال په هېواد کې خصوصي بانکونو د خلکو د امانتونو په ګډون ٤ ميليارده امريکايي ډالر پانګونه کړې ، خو ١٧سلنه يې له هېواد څخه بهر ده.

د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې، دا مهال په هېواد کې د درېيو دولتي بانکونو په ګډون ١٧ خصوصي بانکونه فعاليت لري.

دلاوري زياته کړه: ((زه دغو خصوصي بانکونو ته وايم! چې ولې له هېواد څخه بهر پانګونه کوئ؟ په هېواد کې پانګونې ته د ډېرې اړتيا ترڅنګ، فرصتونه هم ډېر دي.))

ده په نننۍ ناسته کې وويل، چې د افغانيو د ثبات د ټينګښت لپاره د افغانستان بانک د عالي شورا يوه پرېکړه هم د حج د مراسمو د لګښتونو په اړه ده.

دلاوري وايي، چې د يادې پرېکړې له مخې د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت بايد حج ته له تلونکو کسانو څخه افغانۍ واخلي.

د هغه په وينا، دا مهال حج ته له تلونکي کسانو څخه د لګښتونو په بدل کې د افغانۍ پر ځاى ډالر اخيستل کېږ، چې دا کار په بازار کې د ډالرو د کموالي او د افغانيو پر وړاندې د هغو د بيې د لوړېدو لامل کېږي.

ده په هېواد کې د افغانيو پر وړاندې د ډالرو د بيې لوړېدل موسمي وبلل او زياته يې کړه، چې د ډالرو بيه د حج د مراسمو په رانږدې کېدو سره لوړېږي؛ ځکه چې ټول حج ته تلونکي هڅه کوي چې ډالر وپېري.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، هر کال د حج د مراسمو په رانږدې کېدو سره حج ته تلونکي افغانان له بازارونو څخه شاوخوا ٢٠٠ ميليونه امريکايي ډالره پېري.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version