خوست ښار (پژواک ١٥ چنګاښ ٩١): د خوست ښار د مامور علي جان له روغتون څخه تر سپين جومات پورې غځېدلی ٧٠٠ متره سړک ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د دغه سړک پرون غرمه مهال د يو لړ مراسمو په ترڅ کې وشوه.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي په دې اړه پژواک اژانس ته وويل، چې ياد سړک ١٤ متره سور او ۷۰۰ متره اوږدوالی لري.
د نوموړي په خبره، چې پر دغه سړک د امريکا د پرمختيايي ادارې (USAID) له لوري ۲۶ ميليونه افغانۍ لګښت شوی..
د والي په خبره، په معياري ډول د دغه سړک جوړېدل د خوست ښاريانو غوښتنه وه، چې تل به يې له ولايتي ادارې څخه کوله.
ده زياته کړه: ((د دغه سړک په جوړېدو سره به په ښار کې شته ګڼه ګوڼه له منځه ولاړه شي او د ښار په پاکوالي او ښکلا کې به ډېر ګټور تمام شي.))
د خوست والي دا هم وويل، چې د روان لمريز کال په جريان کې به د خوست ښار د ښکلا او رغونې په موخه نور اساسي کارونه هم پيل کړي.
خوست ښاريان د ياد سړک پر جوړېدو خوښ دي او وايي، چې د دغه سړک جوړېدل د خوست ښار لپاره ډېر اړين و.
اميرالله چې د خوست ښار په مرکزي برخه کې هټۍ لري، پژواک اژانس ته وويل، چې د ښاروالۍ له لوري ډېر ښکلی او پراخ سړک جوړ شوی دى.
ده غوښتنه وکړه، چې دولت دې په خوست ښار کې هغه سړکونه هم ورغوي چې درې کاله وړاندې په پاخه ډول جوړ شوي او اوس بېرته ويجاړ شوي دي.
د يادونې ده، دوه اونۍ وړاندې هم په خوست ښار کې د ۱۱ سوه متره سړک کار پيل شوی و.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن