ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پيسو دلېږد په برخه کې اته اقتصادي طرحې غوره شوې

9 Jul 2012 - 16:33
9 Jul 2012 - 16:33

کابل (پژواک ١٩ چنګاښ ٩١): د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې د پيسو د لېږد د خدمتونو په اړه له پنځه زره اقتصادي طرحو څخه ٨ طرحې غوره او هر وړاندې کوونکي ته يې پنځه زره امريکايي ډالره جايزه ورکړل شوه.

د روان کال په وري مياشت کې “په افغانستان کې د موبايل (گرځنده تيلېفونونو) له لارې د پيسو د لېږد د متصديانو ټولنې” د ا مريکا د متحدو ايالتونو د نړيوالې پراختيايي ادارې ( USAI) په مالي مرسته د هېواد په پوهنتونونو کې په ياده برخه کې د طرحو جوړولو يوه سيالي پر لاره واچوله.

په افغانستان کې د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې مرستيالې بروک اېشم (Brook Isham) نن په کابل کې د غوره طرحو وړاندې کوونکو ته د جايزو ورکولو په مراسمو کې وويل، چې په دغو سياليو کې د هېواد د ١٨ ولايتونو په ٣٢ پوهنتونونو کې ، ٧٠٠٠ محصلينو برخه واخيسته.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، په دغو سياليو کې ګډونوالو د ګرځنده ټيلېفون له لارې د پيسو د لېږد خدمتونو په اړه ٥٠٠٠ اقتصادي طرحې وړاندې کړې، چې د روشن، افغان بيسيم ، اتصالاتو او اېم ټي اېن مخابراتي شرکتونو او “يو اېس اې آى ډي” له خوا تر ارزونې وروسته ٨ طرحې غوره وپېژندل شوې.

هغه وويل، چې په غوره شوو طرحو کې درې د ننګرهار پوهنتون محصلينو، درې د هرات او يوه، يوه د کابل او کاپيسا پوهنتون محصلينو له خوا وړاندې شوې دي.

 دى وايي، چې د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې د پيسو د لېږد دغه اته طرحې د کرنې، ښوونې او روزنې، جندر او ښې حکومتولۍ په برخو کې وړاندې شوې دي.

اېشم وويل، چې د غوره طرحو هر يو وړاندې کوونکي ته پنځه زره امريکايي ډالر نغدي جايزې او اړوند هر پوهنتون ته يې له يو کال وړيا انټرنټي خدمتونو سره پنځه کمپيوټرونه ورکول کېږي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت تدريسي مرستيال محمدعثمان بابري د دې ډول پروګرامونو په لاره اچول د هېواد په اقتصادي او نورو بېلابېلو برخو کې د پرمختګ په موخه د ځوانانو د ونډې اخيستلو لپاره اغېزمن ګام وباله.

د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي محصل عبدالقيوم احمدزي، چې د يادو سياليو لومړۍ درجه ګټونکى پېژندل شوى، خوښي وښوده چې د يادې طرحې د جوړولو موقع ورته برابره شوه.

د هغه په وينا، د ده طرحه د کرنې په برخه کې کروندګرو ته د پورونو د رسولو په اړه وه.

ده وويل، چې د ده د طرحې له مخې کروندګر او د دغه سکټور فعالين کولى شي، د بانکونو پر ځاى چې د پورونو د پيسو د ترلاسه کولو اداري کارونه يې ډېر اوږده دي، د ګرځنده ټيلېفون له لارې په اسانۍ سره ترلاسه کړي.

د گرځنده تيلېفونونو له لارې د پيسو د لېږد د متصديانو د ټولنې غړي او د روشن مخابراتي کمپنۍ د (اېم پيسه) خدمتونو د څانګې مشر ظاهر خوجه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا مهال په افغانستان کې روشن مخابراتي شرکت د “اېم پيسه” تر نوم لاندې د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې د پيسو د لېږد خدمتونه وړاندې کوي.

سرچينې زياته کړه، چې اېم ټي اېن، اتصالات او افغان بيسيم هم د دې ډول خدمتونو د وړاندې کولو جواز ترلاسه کړى او په نږدې راتلونکي کې به په دې برخه کې فعاليت پيل کړي.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version