ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جاپان مرستې به د ملي برنامو له مخې ولګول شي

10 Jul 2012 - 12:16
10 Jul 2012 - 12:16

کابل (پژواک ٢٠ چنګاښ ٩١): د جاپان لومړى وزير وايي، چې د توکيو په کنفرانس کې ژمنه شوې مرستې به د هغو ملي پروګرامونو او لومړيتوبونو له مخې، چې د افغانستان د حکومت له خوا د لس کلنو ستراتيژيکو موخو په چوکاټ کې ترتيب شوي، ولګول شي.

د جاپان لومړي وزير يوشيهيکو نودا دغه څرګندونې تېره شپه په توکيو کې له ولسمشر حامد کرزي سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

د توکيو کنفرانس د شاوخوا٨٠ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو په ګډون دوه ورځې مخکې جوړ شوى و، چې د جاپان د څه د پاسه درې ميليارده ډالرو په ګډون نړيوالې ټولنې له افغانستان سره د څلورو کلونو لپاره د١٦ ميليارده ډالرو مرستې اعلان وکړ.

له ارګ څخه د چنګاښ په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د جاپان لومړي وزير يوشيهيکو نودا له ولسمشر حامدکرزي سره د خبرو اترو پر مهال وويل، چې جاپان له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د سرچينې په حواله، نودا په برياليتوب سره د توکيو د کنفرانس له ترسره کېدو خوښي څرګنده کړه او له دې امله يې ولسمشر حامدکرزي ته مبارکي وويله.

هغه زياته کړه، چې د بدلون په لسيزه کې به جاپان له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د نوموړي په وينا، د توکيو کنفرانس د افغانستان د اقتصادي ودې د دوام لپاره نړۍ ته د يو قوي پيغام لرونکی و.

د جاپان لومړي وزير همداراز وويل، چې ژمنه شوې مرستې به د هغو ملي پروګرامونو او لومړيتوبونو له مخې،چې د افغانستان د حکومت له خوا د لس کلنو ستراتيژيکو موخو په چوکاټ کې ترتيب شوي، ولګول شي.

هغه د افغانستان لپاره د جاپان د درې عشاريه دوه ميلياردو ډالرو له نوې ژمنې يادونه وکړه او زياته يې کړه: ((هيله لرم چې ستاسو دغه سفر د دواړو هېوادونو په اړيکو کې يو نوی فصل پرانيزي.))

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د خلکو په استازيتوب د جاپان په کوربه توب د توکيو د ستر کنفرانس د جوړېدو له امله مننه وکړه.

هغه وويل،چې د بدلون په لسيزه کې به دافغانستان دحکومت هڅې د سولې او ښې حکومتوالۍ پر محور متمرکزې وي.

دغه راز حامد کرزي څرګنده کړه، چې د سولې او روغې جوړې بهير دې په برياليتوب سره مخ پر وړاندې ولاړ شي او په دې لاره کې دې د تېرې لړۍ په دوام له پاکستان سره خبرې دوام ومومي.

دغه راز په دې ليدنه کې ولسمشر حامد کرزي د جاپان له لومړي وزير څخه وغوښتل چې د افغانستان د اساسي زېربناوو د پياوړتيا لپاره دې د هرات-باميانو سړک ، چې د غور، اروزګان، دايکنډي او کابل ولايتونه سره نښلوي د جاپان له نوې ژمنې شوې مرستې څخه  جوړ شي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version