ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامدکرزى: داصلاحاتو راوستو په موخه به پر ١٤ مواردو ژر اقدامات پيل شي

12 Jul 2012 - 16:18
12 Jul 2012 - 16:18

کابل ( پژواک، ٢٢ چنګاښ ٩١): د هېواد د ښې راتلونکې او په حکومت کې د اصلاحاتو راوستو په موخه پر راټول شويو ١٤ مواردو باندې به ژر اقدامات پيل شي.

دغه څرګندونې ولسمشر حامدکرزي نن د( چنګاښ ٢٢ مه ) په کابل کې ديوې خبري ناستې پرمهال وکړې .

هغه وويل، کومه وينا يې،چې دهېواد د درې ګونو قواوو ګډې غونډې ته د روانې مياشت په لومړۍ نېټه کړې وه، د هغه په اړه د چارو ادارې لخوا ١٤ نکتې راټولې شوې دي، چې ژر به يې په اړه اقدامات پيل شي .

حامدکرزي که څه هم په دې اړه ، چې دغه نکتې په کومو برخو کې دي؟ څه ونه ويل، خو د درې ګونو قواوو په غونډه کې د وينا پرمهال يې په حکومتي ادارو کې د فساد شتون يوه ستره ستونزه بللې وه .

ولسمشر ويلي و، چې حکومت اصلاحلاتو ته اړتيا لري او په وينا يې ، د اداري فساد پر وړاندې جدي مبارزه او ښې حکومتوالۍ لپاره به جدي هڅې پېل کوي .  

ده زياته کړه : (( … د چارو ادارې ١٤ نکتې راټولې کړې دي او په اړه يې حکمونه هم برابر کړي دي ، چې له دې کنفرانس څخه ولاړ شم، لولم يې او لاسليک کوم يې، ترڅو عملي شي .))

حامدکرزي په نننۍ خبري ناسته کې د مصلحتونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې که مصلحت د هېواد په ګټه وي هغه ته به ادامه ورکوي، خو که چېرې مصلحت د افغانستان د ملي ګټو په زيان وي ، بيا به يې نه کوي.

هغه، يو ځل بيا د حکومت پر وسلوالو مخالفينو غږ وکړ، چې له وسلوالې مبارزې لاس واخلي او د سياسي مبارزې لاره خپله کړي .

د ولسمشر کرزي په وينا، که چېرې د وسلوالو مخالفينو مبارزه د هېواد د ښېګڼې لپاره وي ، په دې اړه حکومت هرډول خبرو ته چمتو دى، خو که چېرې د وسلوالو مخالفينو مبارزه د نورو په اشاره وي ، د افغانستان د ويجاړولو او کمزوري کولو لپاره وي ، افغانان به له خپلې خاورې د دفاع په موخه مقاومت ته دوام ورکړي . 

کرزي په داسې حال کې ، چې ويل يې ، په هر هېواد کې سياسي فعالين د ملي ګټو او د هېواد د ښېرازۍ لپاره کار کوي ، د هېواد له سياسي فعالينو څخه يې هم وغوښتل ، چې يو بل ته لاس ورکړي او له شته ستونزو څخه  دهېواد د ژغورنې په موخه کار وکړي .

دغه راز هغه له ټولو هېوادوالو وغوښتل ، چې د هېواد ساتنې په موخه له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي .

هغه زياته کړه،چې د دولت درې ګونه قواوې د هېواد د ماشومانو د ډاډمنې او ښې راتلونکې مسووليت لري ، چې بايد په دې اړه جدي کار وکړي .

ولسمشر کرزي په دې وروستيو کې د کونړ ولايت پر ځينو سيمو د پاکستان د توغندويي بريدونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل ،چې د پاکستان د توغندويي بريد په ځواب کې اړينه نه ده ، چې  ځواب يې په توغنديو ورکړل شي، بلکې له پاکستان سره به په دې اړه خبرې وشي .

دغه راز هغه وويل،چې افغانستان او پاکستان دواړه د ترهګريزو فعاليتونو ښکار شوي دي او زياته يې کړه،چې په راتلونکو نږدې ورځو کې د پاکستان لومړى وزير کابل ته سفر کوي،چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد د فضا د لا  ټينګښت په موخه به ورسره خبرې وشي .

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version