ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهاري وړاندوينه: روژه به د راتلونکې جمعې په ورځ وي

15 Jul 2012 - 17:44
15 Jul 2012 - 17:44

کابل (پژواک ٢٥ چنګاښ ٩١): د هېواد ستور پېژندونکي انجنير عبدالله کندهاري وړاندوينه وکړه، چې د رمضان المبارک مياشت به د پنجشنبې په ورځ وليدل شي او د روژې لومړۍ ورځ به د جمعې مبارکه ورځ (د چنګاښ ٣٠ مه) وي.

عبدالله کندهاري د چنګاښ په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نجوم  د علم له مخې، د روژې مياشت به د افغانستان پر وخت د پنجشنبې په ورځ سهار لس بجې او ٤٩ دقيقې داخليږي او له لمر پرېوتو وروسته له ٦:٥٩ څخه تر ٧:٥٠ بجو پورې به د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د ليدو وړ وي.

هغه زياته کړه، چې د پنجشنبې په ورځ د روژې مياشت به تر ٢٠ دقيقو پورې د افغانستان په هر ځاى کې د ليدو وړ وي او بله ورځ (جمعه) به د روژې مبارکې مياشتې لومړۍ ورځ وي.

د کندهاري د وړاندوينې پر اساس، د جمعې په شپه به پشلمى د نيمې شپې په درې بجې او ١٦ دقيقو پاى ته رسېږي او د جمعې په ورځ به لومړۍ روژه ماتى د ماښام اوه بجې او اوه دقيقې وي.

نوموړى وايي، چې د نجوم د علم له مخې به د روژې مبارکه مياشت ٢٩ ورځې وي، د جمعې په ورځ به د شوال يا کوچني اختر مياشت په افريقايي هېواد، مراکش کې وليدل شي.

خو عبدالله کندهاري زياته کړه، چې سعودي د مراکش شهادتونه ، نه مني او ډېر قوي امکان شته، چې د سعودي عربستان د حساب له مخې به د روژې مياشت ٣٠ ورځې شي او د نېکمرغه کوچني اختر لومړۍ ورځ به د يکشنبې په ورځ د وږي په ٢٩مه نېټه وي.

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version