کندهار (پژواک ٢٦ چنګاښ ٩١): د کندهار په سپين بولدک او خاکرېز ولسواليو کې د ماين چاودنو ٦ ملکي وګړي وژلي او ٥ نور يې ټپيان کړي دي.
لومړۍ پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې د سپين بولدک ولسوالۍ په رباط سيمه کې شوې ده.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغې ولسوالۍ په رباط سيمه کې د ملکي خلکو پر ټونس موټر د ماين چاودنه شوې، چې په کې ٥ تنه وژل شوي او دوه ټپيان دي.
هغه زياته کړه، په وژل شويو کې يوه مېرمن هم شامله ده او ټول د يوې کورنۍ غړي دي.
د کندهار ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق هم پېښه تاييدوي او وايي، چې ماين د لارې پر سر د وسلوالو مخالفينو له خوا ځاى پر ځاى شوى و.
د ماين په يوه بله چاودنه کې، چې په خاکرېز ولسوالۍ کې شوې، يوه مېرمن وژل شوې او د دوو مېرمنو په ګډون درې تنه نور ټپيان شوي دي.
فيصل وويل، د ماين چاودنه نن سهار د خاکرېز ولسوالۍ د چنار او تنبيل سيمو تر منځ د ملکي خلکو پر تراکتور هغه مهال وشوه، چې له يوې سيمې يې بلې ته کډه لېږدوله.
هغه زياته کړه، په دې پېښه کې يوه مېرمن وژل شوې، دوې مېرمنې او د تراکتور چلوونکى ټپيان شوي، چې د درملنې په موخه روغتون ته رسول شوي دي.
خو د خاکرېز ولسوالۍ امنيه قوماندان بيا په دې پېښه کې د درېيو مېرمنو د وژل کېدو او يوه سړي د ټپي کېدو خبره کوي.
هغه وويل، وسلوالو طالبانو د دې ولسوالۍ په ګڼو لارو کې ماينونه خښ کړي، چې له امله يې د تګ راتګ پر مهال ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.
د يادو پېښو په اړه تر دې مهاله وسلوالو طالبانو څه نه دي ويلي.
په دې وروستيو کې په کندهار ولايت کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې او ډېرې دغه راز پېښې د سړک د غاړې د ماينونو له امله رامنځ ته کېږي.
څو ورځې وړاندې د کندهار ولايت په ارغستان ولسوالۍ کې هم د ملکي خلکو پر موټرونو د ماين درې چاودنې شوې وې، چې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢٨ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن