ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزي د استونيا له لومړي وزير او د فرانسې له دفاع وزير سره وکتل

17 Jul 2012 - 20:12
17 Jul 2012 - 20:12

کابل (پژواک، ٢٧چنګاښ ٩١): ولسمشر حامد کرزي نن له غرمې وروسته د استونيا له لومړي وزير او د فرانسې د دفاع له وزير سره په ارګ کې وکتل.

د ولسمشر حامد کرزي وياند ايمل فيضي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ولسمشر له يادو دوو لوړپوړو چارواکو سره په جلا توګه وکتل.

ده زياته کړه، چې ولسمشر حامد کرزي او د استونيا لومړي وزير اندريوس انسيپ د دواړو هېوادونو ترمنځ په اوږدمهاله همکارۍ ټينګار وکړ.

د فيضي په وينا، د استونيا لومړي وزير د خبرو پرمهال د توکيو کنفرانس د افغانستان لپاره ډېر مهم وباله او دا يې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د اوږدمهالو همکاريو ښه بېلګه وبلله.

د افغانستان په اړه د توکيو نړيوال کنفرانس، چې د چنګاښ په ١٨مه، جوړ شو، نړيوالو په دې کنفرانس کې له افغانستان سره د ١٦ميليارد ډالرو مرستو اعلان وکړ.

د ده په خبره، د استونيا لومړي وزير په هلمند کې د خپل هېواد د مېشتو سرتېرو او دغه راز له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د لېږد په اړه هم خبرې اترې وکړې.

د فيضي په خبره، د فرانسې دفاع وزير ژان اېف لودغه، هم له ولسمشر حامد کرزي سره د سولې د پروسې، له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د لېږد او د توکيو په کنفرانس کې د ژمنو شويو مرستو په اړه خبرې وکړې.

د ولسمشر د وياند په وينا، د فرانسې دفاع وزير خوښي وښوده، چې په کاپيسا کې په خپل ټاکل شوي وخت له فرانسوي ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد درېيم پړاو پيل شو.

دغه راز د فرانسې دفاع وزير د سولې د بهير په ارزښت يې رڼا واچوله او سوله يې د افغانستان د خلکو اړتيا وبلله.

د فيضي په خبره، د فرانسې دفاع وزير د توکيو په کنفرانس کې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې مرستې مهمې وبللې او ولسمشر ته يې ډاډ ورکړ، چې فرانسه به د افغان امنيتي ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي او د دوى په سمبالو کې به خپلې مرستې ونه سپموي.

 همداراز د فرانسې دفاع وزير خبر ورکړ، چې د افغانستان او فرانسې ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو لاسليک شوى تړون د دغه هېواد پارلمان ته د تصويب لپاره لېږل شوى دى.

فرانسې، چې په افغانستان کې ٣٣٠٠ سرتېري لري، له ټاکل شوي مهالوېش مخکې له افغانستان څخه د خپلو سرتېو د وېستلو اعلان کړى دى.

په افغانستان کې تراوسه ٨٧ فرانسوي سرتېري وژل شوي دي.

ټاکل شوې، چې د ايساف تر چتر لاندې نور هېوادونه د ٢٠١٤ تر پايه خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

د فرانسې دفاع وزير په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي، چې د عبدالصبور په نوم د ملي اردو هغه سرتېرى، چې په کاپيسا ولايت کې يې څلور فرانسوي سرتېري وژلي و، پر اعدام محکوم شوى دى.

 د ملي اردو دغه سرتېري د ١٣٩٠ لمريز کال د مرغومي په ٣٠مه، د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د ايساف پر فرانسوي سرتېرو ډزې وکړې، څلور تنه يې ووژل او ١٥ نور ټپيان کړل.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version