ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد د صادراتو کچه رالوېدلې، خو د صنعتي توليداتو کچه لوړه شوې ده

17 Jul 2012 - 16:36
17 Jul 2012 - 16:36

کابل (پژواک ٢٧ چنګاښ ٩١): د مرکزي احصايې ادارې په کلنۍ کې راغلي، چې تېر کال د وړم کال په پرتله د هېواد د صادراتو کچه دوه سلنه رالوېدلې، خو د صنعتي توليداتو کچه لوړه شوې ده.

دغه کلنۍ نن په کابل کې د احصايې مرکزي ادارې له خوا په جوړه شوې غونډه کې چې يو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو په کې برخه اخيستې وه، خپره شوه.

د يادې ادارې مشر عبدالرحمن غفوري وويل، چې دغه کلنۍ له وزارتونو او نورو دولتي او نادولتي ادارو څخه د اقتصادي او ټولنيزو مسايلو په اړه د ترلاسه شوو معلوماتو او شمېرو پر بنسټ برابره شوې ده.

 په دې کلنۍ کې راغلي، چې په ١٣٩٠ کال کې له بهرنيو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ د کچې ٩٥سلنه واردات او پنځه سلنه يې صادرات جوړوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ١٣٨٩ کال کې د يادې سوداګرۍ د کچې ٩٣سلنه واردات او ٧ سلنه يې صادرات وو.

د ١٣٩٠ کال کلنۍ ښيي، چې افغانستان په ١٣٩٠ کال کې په داسې حال کې څه باندې ٦،٣ ميليارده امريکايي ډالرو په ارزښت واردات لرل، چې په ١٣٨٩ کال کې دغه کچه څه باندې ٥،١ ميليارده امريکايي ډالرو ته رسېده.

دغه راز د کلنۍ د معلوماتو له مخې، افغانستان په ١٣٩٠ کال کې څه باندې ٣٧٦ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت صادرات درلودل، خو په ١٣٨٩ کال کې دغه کچه څه باندې ٣٨٨ ميليونه امريکايي ډالرو ته رسېده.

په ياده کلنۍ کې راغلي، چې د ١٣٨٩ کال په پرتله په ١٣٩٠ کال کې د دولتي صنعتي توليداتو کچه له ٢٩٤ ميليونه افغانيو څخه ٥٦١ ميليون افغانيو ته او د خصوصي سکټور صنعتي توليداتو کچه له څه باندې ٨،٥ ميليارده افغانيو څخه لس عشاريه يو ميليارد افغانيو ته لوړه شوې ده.

د احصايې مرکزي ادارې مشر عبدالرحمن په نننۍ غونډه کې د صنعتي توليداتو پر ډېرېدو خوښي وښوده خو د صادارتو د کچې پر ټيټوالې يې اندېښنه څرګنده کړه.

 هغه وويل، له دې امله چې د ٢٠١٤ کال تر پايه په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځې او کېداى له هغه وروسته د نړيوالې ټولنې مرستې هم په اوسنۍ کچه پاتې نه شي، نو په کار ده چې د کورنيو توليداتو کچه لوړه او د وارداتو کچه راولوېږي.

دا په داسې حال ده، چې نړيوالې ټولنې څو ورځې مخکې د توکيو په کنفرانس کې ژمنه وکړه چې د ٢٠١٥ کال تر پايه به له افغانستان سره تر ١٨ ميليارد امريکايي ډالره مرسته کوي.

د احصايې مرکزي ادارې په کلنۍ کې د ١٣٩٠ کال په کلنۍ کې د هېواد اقتصادي وده ٩،٥ سلنه ښودل شوې او د وګړو شمېر يې ٢٦،٥ ميليونه اټکل شوى دى.

دغه راز په کلنۍ کې راغلي، چې په ١٣٩٠ کال کې د هېواد د ناخالصه توليد د ارزښت کچه ١٨،٩ ميليارده امريکايي ډالره ده، چې له مخې يې سرانه ناخالصه کورنى توليد ٧١٥ امريکايي ډالر کېږي.

د دې کلنۍ له مخې، د کرنې په برخه کې د ١٣٨٩ کال په پرتله د غنمو په توليداتو کې ٢٥ سلنه، د وريجو په توليداتو کې ٢٨،٥ سلنه او د وربشو په توليداتو کې ٦سلنه کموالى خو د جوارو په توليداتو کې ٥،٣ سلنه لوړوالى راغلى دى.

دغه کلنۍ د مخابراتو په سکټور کې هم پراختيا ښيي او په کې راغلي، چې د ١٣٩٠ کال تر پايه د مخابراتي شبکو د مشترکينو شمېر ١٨ ميليونو ته رسېدلى و.

د ١٣٩٠ کال کلنۍ ښيي چې په خوراکي توکو کې د قيم کچه ٦،٩ سلنه او په غير خوراکي توکو کې ١٠،٦ سلنه لوړه ښودل شوې ده.

د ١٣٩٠ کال د کلنۍ له مخې، د هېواد د وګړو په تناسب روغتيايي خدمتونو ته د وګړو د لاسرسي کچه ټيټه ده چې د ثبت شوو شمېرو له مخې، د هېواد د وګړو هر لس زره کسانو ته ٥ بستره او ٢ ډاکټران شتون لري.

دغه راز د ١٣٩٠ کال په کلنۍ کې له افغانستان سره د مرستو او ژمنو کچه هم ياده شوې ده.

د کلنۍ د معلوماتو له مخې، په ياد کال کې له افغانستان سره له څه باندې ٩،٢ ميليارده امريکايي ډالره ژمنه شوو مرستو څخه څه باندې ٦ ميليارده امريکايي ډالره مرسته شوې ده.

د احصايې د مرکزي ادارې مشر عبدالرحمن غفوري له دولتي او نا دولتي ادارو وغوښتل، چې د اړوندو ادارو په کارونو کې د لاسمون لپاره له دې کلنۍ څخه کار واخلي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version