ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قلم ټولنې د نويو چاپ شويو درېيو کتابونو مخ کتنه وکړه

17 Jul 2012 - 11:12
17 Jul 2012 - 11:12

کابل (پژواک ٢٧ چنګاښ ٩١): د افغانستان قلم ټولنې په پښتو ژبه د نويو درېيو چاپ شويو کتابونو مخ کتنه وکړه.

دغه کتابونه ،چې دوه يې شعري او يوه يې نثري ټولګه ده، په دې وروستيو کې چاپ او بازار ته وړاندې شوي دي.

په دغو کتابونو کې د زابل ولايت د شاعر سعيد زابلي شعري ټولګه ((ستورو ته ناست يم له ستاره سره)) د پکتيکا ولايت د ليکوال ډاکټر فيض الله ځلاند نثري ټولګه ((ليډر شيپ)) او د همدغه ولايت د يوه بل  شاعر انعام الله ګوهر شعري ټولګه ((نور دې نه يادوم)) شامل دي.

د افغانستان قلم ټولنې پرون له غرمې وروسته په کابل کې د يادو کتابونو مخ کتنه وکړه، چې په کې ګڼ شمېر ليکوالانو، شاعرانو او روڼ اندو برخه اخيستې وه.

د يادې ټولنې غړي نبي صلاحي ، چې د پروګرام د کوربه توب چارې يې هم پر مخ بيولې، د درې واړو ليکوالانو د نثر او شعر ستاينه وکړه او ويې ويل، چې په سختو شرايطو کې دوى، چې اقتصادي ستونزې يې هم درلودې، وکولى شول دا کتابونه چاپ کړل.

له امريکا څخه راغلي د اشنا راډيو ټلويزيون کارکوونکي ايوب خاورين د کتاب او مطالعې په ارزښت رڼا واچوله او ويې ويل، چې په پرمختللو ټولنو کې کتابتونونه له سترې ننګونې سره مخ شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په امريکا کې اوس ډېر خلک د انټرنيټ له لارې مطالعې کوي، خو د کتابتونونو بېلابېلې ټولنې اوس په دې هلوځلو کې دي ، چې څه ډول وکولى شي کتابتونونه ژوندي وساتي.

نوموړي وويل: ((کتابونه خو به ډېر چاپ شي، خو لوستلو او مطالعې ته يې ډېره اړتيا ده، په امريکا کې خلک چې په الوتکه، اورګاډي او يا موټر کې سفر کوي، نو له ځان سره يو کتاب هم ګرځوي، څو مطالعه يې وکړي.))

خاورين له ليکوالو وغوښتل، چې په ځانګړې توګه د ماشومانو په اړه ليکنو او ادبياتو ته زياته پاملرنه وکړي؛ ځکه چې دوى د هېواد راتلونکي دي.

د ميدان وردګو والي محمدحليم فدايي، چې په خپله ليکوال هم دى د ((ليدرشيپ)) يا رهبرۍ په نامه پر نوي کتاب رڼا واچوله او دا يې ډېره ارزښتناک وباله.

هغه زياته کړه: ((زموږ په ټولنه کې ستره غميزه دا ده، چې رهبر او مشر نه لرو او له فقدان سره يې مخ يو.))

د نوموړي په وينا، په افغانستان کې تل د حجرې، جومات او مکتب د رهبرانو او مشرانو ترمنځ همغږي او شناخت شتون نه درلود، چې له امله يې دا ستونزې زېږېدلې دي او ټولنه يې له انحطاط سره مخ کړې ده.

فدايي وويل، چې افغانان بايد د خپلې کورنۍ له رهبرۍ څخه پيل کړي، څو وروسته وکولى شي څه ډول د خپلې ټولنې، خپل ولس او هېواد د رهبرۍ چارې ترسره کړي.

د ولسي جرګې وکيلې نسيمې نيازۍ بيا د سعيد زابلي او ګوهر د شاعرۍ ستاينه وکړه او ويې ويل چې شاعران له دې لارې د خپل ولس خدمت کوي.

د پژواک خبري اژانس رييس دانش کړوخېل له قلم ټولنې مننه وکړه، چې د ځوانو ليکوالو او فرهنګيانو خدمتونه ستايي او د هغوى د کړنو ارزونه کوي.

نوموړي هم له خلکو وغوښتل، چې دا ډول کتابونه مطالعه او د خپلې پوهې کچه لوړه کړي.

هغه په ځانګړې توګه د سعيد زابلي، چې يوه وخت يې په سوېل کې د پژواک اژانس د خبريال په توګه دنده ترسره کوله، د شاعرۍ ستاينه وکړه او ويې ويل، چې له ژورنالېزم سره سره  يې شاعري هم کوله.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړي فريدالله نوري وويل، قلم ټولنې تل هڅه کړې ، چې ځوان شاعران فرهنګيان ونازوي او د کتابونو مخه کتنې او د هغوى د خدمتونو ستاينه وکړي.

هغه زياته کړه، چې قلم ټولنې په تېرو څو کلونو کې تر سلو زيات کتابونه چاپ کړي او په راتلونکي کې هم دې کار ته ادامه ورکوي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version