ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا، افغانستان او پاکستان لپاره نوي سفيران وټاکل

18 Jul 2012 - 11:06
18 Jul 2012 - 11:06

واشنګټن ( پژواک ٢٨  چنګاښ ٩١ ) : د امريکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان او پاکستان  لپاره خپل نوي سفيران ټاکلي دي.

په واشنګټن کې له سپينۍ ماڼۍ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر بارک اوباما جيمز بي کونينګهم افغانستان لپاره او ريچارډ جي اولسن د پاکستان لپاره  د امريکا دسفيرانو په توګه ټاکلي دي.

سرچينې زياته کړې، چې جيمز بي کونينګهم اوس مهال په کابل کې د امريکا د سفير د  مرستيال په توګه دنده ترسره کوي.

نوموړى  د اوسني سفير ريان کروکر ځاى ناستى کېږي ،چې درې مياشتې مخکې د شيکاګو کنفرانس پر مهال يې له خپلې دندې داستعفى اعلان کړى و.

په ياده شوې خبرپاڼه کې دامريکا دولسمشر اوباما له خولې ليکل شوي : ( ( زه ډېر خوښ يم چې پياوړي او وړ کسان مې د يادو مهمو پوستونو لپاره ګومارلي دي .))

بارک اوباما هيله څرګنده کړې، چې له دغو نويو لوړ پوړو ديپلوماتانو سره به تر راتلونکو مياشتو او کلونو پورې ګډ کار وکړي.

جيمز بي کونينګهم له دې  مخکې له ٢٠٠٨ زېږديز کال څخه تر ٢٠١١ پورې په اسرائيلو کې د امريکا دسفير په توګه دنده ترسره کړې ده او له هغه مخکې په هانګ کانګ کې دامريکا د کونسل جنرال په توګه يې کار کړى دى.

دغه راز په  کابل کې دامريکا نوي ټاکل شوي سفير په ملګرو ملتونو، روم او د ناټو په مرکز بلجيم کې د امريکا د استازي په توګه يې دندې ترسره کړې دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version