ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل درې اړخيزې غونډې د سولې د پروسې د ګړندي کولو پرېکړه وکړه

19 Jul 2012 - 17:27
19 Jul 2012 - 17:27

کابل ( پژواک ٢٩ چنګاښ ٩١ ) : د پاکستان ، انګلستان او افغانستان په ګډه درې اړخيزه سرمشريزه غونډه کې د سولې د هلو ځلو د چټک کولو پرېکړه وشوه.

د بهرنيو چارو وزارت لخوا دچنګاښ په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې په دې درې اړخيزه غونډه کې ولسمشر حامد کرزي، دانګلستان لومړي وزير ډېوېډ کميرون او د پاکستان لومړي وزير راجه پروېز اشرف برخه اخيستې وه.

په دې درې اړخيزه غونډه کې دافغانستان پر سولې ، د امنيت او ثبات د راوستو په لارو چارو خبرې وشوې.

سرچينې زياته کړې ،چې په دې درې اړخيزه غونډه کې درې واړو مشرانو هوکړه وکړه، چې د افغانستان د سولې پروسه بايد چټک کړاى شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د انګلستان لومړي وزير ډېوېډ کميرون وويل، چې ترهګر دافغانستان د بې ثباته کولو په هڅو کې دي او اوس يې د  پاکستان د بې ثباته کولو هلې ځلې هم پيل کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي ، چې ولسمشر حامدکرزي د پاکستان لومړي وزير راجه پرويز اشرف ته د پاکستان دلومړي وزير په توګه په ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او له هغه سره يې د ګد کار کولو هوکړې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي ، چې يادو مشرانو داهم وويل چې ترهګرۍ نه يواځې د افغانستان او پاکستان ،بلکې د ټولې نړۍ امنيت  له ګواښ سره مخ کړى دى.

سرچينه کاږي ،چې درې واړو مشرانو دافغانستان او سيمې پر امنيت خبرې وکړې او په ډاګه يې کړه، چې ترهګري د سيمې ګډه ستونزه او بايد پر ضد يې ګډه مبارزه وشي .

کمېرون په خبري غونډه کې وويل ،چې دوى ديوه با امنه، ديموکرات او پرمختللي افغانستان غوښتونکي دي.

هغه زياته کړه ،چې له ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل په دې مانا نه دي، چې ګوندې نړيواله ټولنه له دې هېواد سره خپلې مرستې بندوي .

د انګلستان لومړي وزير وويل ،چې دوى او نوره نړيواله ټولنه به تر ٢٠١٤ کال وروسته هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

ولسمشر حامدکرزي په دې درې اړخيزه غونډه کې دافغانستان د روانې شخړې پر سياسي هواري ټينګار وکړ.

هغه زياته کړه، چې  افغانان د سولې يوې داسې پروسې ته سترګې په لار دي ،چې له امله يې په دې هېواد کې سوله او ثبات رامنځته شي.

د پاکستان لومړي وزير راجه پروېز اشرف د خپل هېواد له لوري دافغانستان دسولې له پروسې ملاتړ څرګند کړ او ويې ويل ،چې دوى دافغانانو په مشرۍ دسولې له هرې پروسې څخه ملاتړ کوي.

هغه وړانديز وکړ، چې پاکستان د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره د اسانتياوو برابرولو ته تيار دى.

Views: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version