ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فېسبوک کې د برما د مسلمانانو د وژنو او ځورونو په اړه سخت غبرګونونه ښودل شوي

21 Jul 2012 - 15:49
21 Jul 2012 - 15:49

کابل(پژواک٣١چنګاښ٩١):ځينې کسانو په برما کې د مسلمانانو د وژنو او ځورونو په اړه د فېسبوک له لارې سخت غبرګونونه ښودلې او نيوکه کوي چې نړيوالې رسنۍ په دې اړه چوپه خوله پاتې دي.

په برما کې د اکثريت بودايانو او اقليت مسلمانانو ترمنځ تاوتريخوالى له اوږدې مودې راهيسې شتون لري،خو له شاوخوا دوو مياشتو راهيسې يې زور اخيستى دى .

په فېسبوک کې د شويو څرګندونو له مخې، په دې تاوتريخواليو کې زرګونه مسلمانان وژل شوي او د ډېرو کورونو سوځول شوي او مالونه يې لوټ شوي دي. 

تېره ورځ د عفوې نړيوال سازمان ، په برما کې پر مسلمانانو د بريدونو او د هغوى د خپلسرو نيونو په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې مسلمانان لا هم د برما په لوېديځ کې د حکومت تر فشار لاندې دي.

 د عفوې د نړيوال سازمان يوه څيړونکي بنيامين زاواکي بي بي سي ته ويلي، چې مسلمانان په برما کې اقليت دي او نه يواځې په برما کې د بودايانو لخوا د تاوتريخوالي قرباني شوي ، بلکې د امنيتي ځواکونو تر بريد لاندې هم راغلي دي.

 ددې سازمان يوې بلې څيړونکې کرېس لووا ويلي ، چې په برما کې سلګونه تنه مسلمانان نيول شوي او شکنجه شوي دي.

کرېس لووا ويلي، چې په لومړي پړاو کې پر مسلمانانو د بودايي اوسيدونکيو لخوا بريدونه کيدل، خو اوس په دويم پړاو کې مسلمانان د دولت لخوا هم ځپل کيږي.

بي بي سي ويلي ، چې د برما دولت له مسلمانانو سره بد چلند رد کړى، خو سيمې ته يې د خبريالانو په ورتګ هم بنديز لګولى.

د برما ولسمشر تين سين څو ورځې وړاندې ويلي و، چې د مسلمان اقليت لپاره د حل لاره داده ،چې يا له هيواده ووځي او يا هم د ننه په هيواد کې ورته کيمپونه جوړ شي.

که څه هم په ځينو رسنيو کې د برما پر مسلمانانو د ظلم او ناروا راپورونه خپاره شوي، خو د ټولنيزې پاڼې فيسبوک کاروونکي په افغانستان، پاکستان،هندوستان، ايران او يو شمېر نورو هېوادونو کې وايي، چې رسنۍ په برما کې د مسلمانانو پر وړاندې د کيدونکيو “جنايتونو” په اړه چوپه خوله پاتې دي .

په فېسبوک کې د عامه او ډله ييزې وژنې ، د انسانانو سوځولو او اندامونو پرې کولو زړه بوږنوونکي  انځورنه خپاره شوي او خپروونکيو يې ويلي ، چې دغه انځورونه په برما کې د بودايانو له ناروا سره د مخ شويو مسلمانانو دي .

خو د ځينو سرچينو د څرګندونو له مخې، په يادو انځورونو کې داسې انځورونه هم شته ،چې هغه د برما د مسلمانانو نه نه دي .

له کابله خالد احمد پر هغه انځور تبصره کړې، چې په اصل کې په چين کې د زلزلې له امله د وژل شويو کسانو ده ، خو په فيسبوک کې د برما د مسلمانانو په نوم خپور شوى دى.

په فېسبوک کې خلکو په برما کې له مسلمانانو سره د چلند په اړه بېلابېلې څرګندونې کړې دي.

سيد حسين له کابله ( په برما کې د مسلمانانو وژنه او زموږ خاموشي! ) تر عنوان لاندې ليکنه کړې او  د اسلامي هېوادونو له مشرانو يې غوښتني ، چې ” د مسلمانانو پر وړاندې د بودايانو د نه بښونکي جنايت پروړاندې په يوه خوله خپل غږ پورته کړي . “

د پير کامل په نامه يوه پاکستاني ليکلي: “د برما له مسلمانانو سره ودرېږئ، خداى دې په داسې سخت وخت کې د برما پر مسلمانانو رحم وکړي او مسلمانانو ته دې له مسلمانانو سره د مرستې توفيق ورکړي.”

 دى وايي، چې تر دې دمه په برما کې ٢٠ زره مسلمانان وژل شوي، په زرګونو ځوانان ورک دي او سلګونه کورونه سوځول شوي ، خو نړيوالې رسنۍ په دې اړه هېڅ نه وايي.

د کابل اوسېدونکي ذبيح الله حيدري په خپله پاڼه کې د برما د خلکو داسې انځور خپور کړى ، چې د  يو برمايي مسلمان يوه پاڼه په لاس کې ده او پرې ليکلي : ” مهرباني وکړئ رسنۍ او ملګري ملتونه د برما اراکان ايالت ته راوليږئ ، چې د اراکان د روهینګيا مسلمانانو ژوند وژغوري.”

د لبنا صديق په نامه د هند د ممبيي يوه اوسېدونکي ليکلي:” په برما کې د مسلمانانو وژنه، د انسانيت په تاريخ کې زړه بوږنوونکى ستر جنايت دى، مهرباني وکړئ د بيګناه خلکو وژنه بس کړئ، شرم وکړئ!”

د مومن خان علي شاه په نامه د پاکستان د پېښور يوه اوسېدونکي په فېسبوک کې يو انځور خپور کړى ، چې مخ پټي پوځيان درې تنه په برقي برمو سوري کوي.

مومن ليکلي ،چې به دې انځور کې په برما کې مسلمانان د پوځيانو لخوا شکنجه کيږي.  

ايمل سلطانزي له کابله هم د همدې عکس په اړه ليکلي :” له ټولو مسلمانانو څخه هیله کیږی چی د برما د مظلومو مسلمانانو د قتل عام عکسونه و فیس بوک ته پورته کړى ، تر څو چی دا دجالی او کفری میډیا پوه سی چی مسلمانان ټول یو دی. “

سلطانزي د خلکو د وژنې نور تصويرونه هم خپاره کړي او ليکي :” لطفا ددی مظلومو ښځو، ماشومانو او بوډاګانو پر عامه وژنه د برما د مشریکینو د ظلم عکسونه دلته پر فیسبوک ځوړند کړئ زنده باد اسلام مرګ دی وی پر کفارو”

خو د ريحان خان په نوم يوتن ليکلي : ” پښتانه دې په ځان خفه شي ، د خپلو مړو وير دې وکړي ، د خپلو مړو يې شمار نه کيږي او راځي د بل مړي ژاړي او خپل پلار ته کفن پيدا کړئ ، خپل ورور ته قبر پيدا کړئ ، خپلې خور ، مور او ورېندار ته لوپټه او ټيکرى پيدا کړئ بيا د برما د مړو غم کوئ ، که تاسې رښتيا هم ځانته دومره پوه او هوښيار وايئ نو دا ولې نه ګورئ چې پنجاب ولې د پښتنو د مړو عکسونه نه خپاره کوي او نه ورسره ليکي چې په دې خلکو ډيرظلم روان دى او که دا هم نه کوي لږ تر لږه لاس خو دې ترې واخلي “

هغه زياتوي : “… ولې نه دلته مسلمانان وژني او دبرما په مړو زما د ساده اولس نه خپل مړي هيروي ، زما ساده بې علمه پښتون ورته سر ته ناست دى او وير کوي او دا يې هير دى چې دا ډېره موده کيږي د پلاړ مړى يې ورک دى ،خداى خبر چې د پنجاب په کوم زندان کې به بندي وي او که وژلى به يې وي ، افسوس دي وي پښتنو ستاسې په دې نادانۍ.”

 په فېسبوک کې د ” په برما کې د مسلمانانو ټول وژنه ” په نوم پاڼه جوړه شوې او د برما په اړه يې د ځينو رسينو راپورونه خپاره کړي دي .

دې پاڼې د فارس اژانس يو راپور خپور کړى ، چې وايي په برما کې د مسلمانانو د عام وژنې په اړه غربي هېوادونه چوپ ناست دي.

 ددې راپورونو له مخې ، ځينو ايراني چارواکيو په برما کې د مسلمانانو پر وړاندې کړنې غندلې دي .

 وسلوالو طالبانو هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په برما کې د بودايانو لخوا د مسلمانانو وژنه داسې ستر جنايت بللى ، چې په ټول انساني تاریخ کې يې بېلګه نه تر سترګو کېږي.  

سرچينه زياتوي:” اسلامي امارت په داسې حال کې چې دغه وحشت او بربریت دانسانیت د اوږده تاریخ پر مخ تور داغ بولي د برما پر حکومت غږ کوي چې زر تر زره ددغه وحشت او بربریت مخه ونیسي، نور دانسانیت او بشریت په مقابل کې دا رنګه زړه بوږنوونکو تاریخي جنایتونو ته اجازه ور نه کړي، دوی باید پوه شي چې دا یوازې د برما د مسلمانانو په وړاندې جرم نه، بلکې د ټول انسانیت خصوصا داسلامي نړۍ په حق کې یو نه بښوونکی جنایت دی.”

طالبانو د بشري حقونو په ټولو سازمانونو او ټولنو، دټولې نړۍ په حکومتونو او ولسونو، په ځانګړي ډول په اسلامي کنفرانس، داسلامي هېوادونو په حکومتونو او ولسونو او عربي نړۍ غږ کړى ، چې په برما کې د مسلمانانو پر وړاندې د روانې ناروا دمخنیوي لپاره ژر لاس په کار شي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version