ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نړيوال بانک د کليوالي سړکونو د جوړولو لپاره ١٢٥ ميليونه ډالره مرسته وکړه

22 Jul 2012 - 15:34
22 Jul 2012 - 15:34

کابل (پژواک،د زمري لومړۍ نېټه ٩١): نړيوال بانک د افغان دولت د کليوالو سړکونو د جوړولو له پروګرام سره ١٢٥ ميليونه امريکايي ډالره بې بدله مرسته وکړه.

د دې مرستې تړون نن (د زمري په لومړۍ نېټه) د ماليې وزارت د مالي مرستيال مصطفى مستور او په کابل کې د نړيوال بانک استازي باب سام (Bob Saum) ترمنځ لاسليک شو.

مستور د نننۍ مرستې او د کليوالو سړکونو جوړولو د پروګرام موخه له ښارونو سره د لرې پرتو سيمونښلول، د کاري فرصتونو برابرول او روغتيايي او ښوونيزو اسانتياوو ته د خلکو لاسرسى وباله .

هغه وويل،دغه پروګرام ، چې پنځه کاله وخت به ونيسي او د فوايد عامې او کليو پراختيا وزارتونو لخوا پلې کېږي، په ټوليز ډول ٣٣٢ ميليونه امريکايي ډالره بوديجې ته اړتيا لري.

نوموړي زياته کړه، چې د نړيوال بانک له نننۍ ١٢٥ ميليونه امريکايي ډالره مرستې پرته ياد شوي پروګرام ته پاتې نورې پيسې د افغانستان د بيارغونې له وجهي صندوق څخه ځانګړې شوې دي.

د افغانستان د کليو پراختيا وزير محمد ويس برمک په نننۍ جوړه شوې خبري ناسته کې وويل، چې دغه د کليوالو سړکونو پروګرام شاوخوا لس کاله مخکې پېل شوى، چې د حکومت له کاري لومړيتوبونو څخه دى.

د ده په خبره،د نړيوال بانک او د افغانستان د بيارغونې وجهي صندوق په مالي ملاتړ د دې پروګرام له مخې به ياد شوى وزارت د هېواد په کچه ١٣٠٠ کيلومتره درېيمه درجه سړکونه ورغوي او د شاوخوا ١٠ زره کيلومتره قير او کرېړ شويو سړکونو څارنه او ساتنه به وکړي.

برمک وويل: ((د دې پروګرام له مخې به د کليو پراختيا وزارت د ١٦٠٠ کيلومتره سړکونو د غاړې ويالې او پلچکونه هم جوړ کړي.))

د فوايد عامې وزير انجنير نجيب الله اوژن هم په خبري ناسته کې وويل، چې د دې پروګرام له مخې به دغه وزارت د هېواد کليوالو دويمه درجه سړکونو ساتنې ترڅنګ زر کيلومتره سړکونه هم ورغوي.

د هغه په وينا،د پروګرام له مخې به دغه وزارت ٢٥٠ کيلومتره هغه قير شوي سړکونه ، چې رغونې ته اړتيا لري هم ورغوي، د زر کيلومتره قير او کرېړ شويو دويمه درجه سړکونو ساتنې ترڅنګ د سړکونو د غاړې زر کيلومتره ويالې، ديوالونه او پلچکونه به جوړ کړي.   

د اوژن په خبره، د دې پروګرام له مخې به د سړکونو د ښه مديريت او اداري وړتيا د لوړاوي په موخه به ياد شوى وزارت ځينې اړين اقدامات هم وکړي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې،د سړکونو د ليک لړ رامنځته کول، د کليوالو سړکونو د طراحۍ د سټنډرډونو لپاره د يو پراخ سيستم رامنځته کول، د لګښت اټکل، څېړنه او د سړکونو د شبکې د طراحۍ او پلان جوړولو او مديريتي سيسټم پياوړتيا د دې اقداماتو برخه جوړوي.

د افغان چارواکو د معلوماتو له مخې، د افغانستان حکومت د کليوالو سړکونو د پروګرام له مخې،له ٢٠٠١ زېږديز کال راهيسې په ټول هېواد کې لس زره او ٥٠٠ کيلومتره دويمه او درېيمه درجه سړکونه جوړ او يا هم رغولي دي.

باب سام خوښي وښوده، چې يو ځل بيا د افغانستان د بوديجې له لارې د افغان حکومت د لومړيتوبونو له مخې پروګرام سره مرسته کوي.

هغه وويل، چې نړيوال بانک به له ياد شوي پروګرام څخه د څارنې په برخه کې له پلي کوونکيو وزارتونو سره همکاري وکړي.

د افغانستان د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، نړيوال بانک په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې ٢،٢ ميليارده امريکايي ډالره مرسته کړې ده.

دغه راز دغه بانک د توکيو په کنفرانس کې هم له افغانستان سره هر کال د ١٥٠ ميليونه امريکايي ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version