ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دولت د ١٢ وسلوالو مخالفينو د وژلو ادعا وشوه

24 Jul 2012 - 12:00
24 Jul 2012 - 12:00

کابل ښار (پژواک ٣ زمرى ٩١): دولتي ځواکونه او وسلوال طالبان په يو شمېر ولايتونو کې نښتې کړې او دواړه خواوې يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

په هغې خبرپاڼه کې چې نن (د زمري ٣مه) د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي، چې ١٢ وسلوال مخالفين په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په پکتيکا، زابل، بغلان، کندوز او کابل ولايتونو کې د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ګډ چاڼيز عمليات د ملي پوليسو له خوا د ملي اردو، ملي امنيت او ايساف ځواکونو په همکارۍ ترسره شوي او په ترڅ کې يې پنځه نور وسلوال مخالفين نيول شوي دي.

د سرچينې په وينا، امنيتي ځواکونو پنځه ميله ډول ډول وسله، شپږ درنې ګولۍ، ٦٠٠ سپکې مرمۍ، ١٥ کړۍ ماينونه او لاسي بمونه، ١٣٦ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي، دوه مخابرې او يو موټرسايکل ترلاسه کړي دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د ملي پوليسو منسوبينو په تېرو ٢٤ ساعتونو د وسايطو ضد اته کړۍ ماينونه، چې د وسلوالو مخالفينو له خوا د ورانکارو کړنو په موخه د ننګرهار او هلمند ولايتونو په مربوطاتو کې ځاى پر ځاى شوي وو، هم کشف او شنډ کړي دي.

خو وسلوال طالبان ادعا کوي، چې دوى په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هغو ولايتونو په ګډون ، چې د کورنيو چارو وزارت يې يادونه کړې، په زيات شمېر ولايتونو کې بريدونه کړي دي، چې په ترڅ کې يې دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو په وېبپاڼه کې د هغوى د وياند قاري يوسف احمدي له خولې ادعا شوې، چې د پکتيکا ولايت په مربوطاتو کې د ماين په چاودنه کې د ملي اردو يو ټانک ويجاړ شوى، شپږ سرتېري يې وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

سرچينې زياته کړې، چې طالبانو د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستې بريد کړى او پوليسو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده، خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه  ده.

د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې د پوليسو يو موټر ويجاړ شوى او په کې سپرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

همدارنګه طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې د کندوز په چهاردره ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې درې پوليس او د دغه ولايت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د طالبانو په بريد کې يو بل پوليس وژل شوى دى.

طالبانو په دغو پېښو کې د خپلو دوو کسانو د وژل کېدو پخلى کړى دى.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version