ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شل شخصي امنيتي ساتونکي له طالبانو سره يوځاى شول

25 Jul 2012 - 11:18
25 Jul 2012 - 11:18

ترينکوټ (پژواک ٤ زمرى ٩١): چارواکي وايي، چې په اروزګان ولايت کې ٢٠ شخصي امنيتي ساتونکي له وسلوالو طالبانو سره يو ځاى شوي دي.

دا پېښه تېره شپه د اروزګان او دايکنډي ولايتونو ترمنځ د چارچينو ولسوالۍ د کجران په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د چارچينو ولسوالۍ امنيه قوماندان ولي داد د زمري په ٤ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد کسان په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو په يوه پوځي اډه کې د شخصي ساتونکو په توګه دنده ترسره کوله.

هغه وايي، چې ياد٢٠ ساتونکي له بهرنيو ځواکونو سره تر لفظي شخړې وروسته مرور شوي، خپلو پوستو ته يې اور اچولى او له خپلو وسلو سره له وسلوالو طالبانو سره يو ځاى شوي دي.

د دايکنډي والي قربان علي بيا وايي، چې ياد کسان سيمه ييز پوليس دي او په سيمه کې د دوو امنيتي پوستو ساتونکي دي.

د نوموړي په وينا، دوى له خپلو وسلو سره په سيمه کې د ملا ولي جان په نوم له يوه طالب قوماندان سره يو ځاى شوي دي.

 طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي، چې په چارچينو کې يې د پوليسو دوه پوستې له منځه وړې او پوليس يې ژوندي نيولي دي.

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل، چې دوى هم خبر شوي چې په اروزګان ولايت کې دولت پلوه ملېشه له مخالفينو سره يو ځاى شوي دي.

خو سرچينې زياته کړې، چې دوى له ايساف سره کار نه درلود او په دې اړه بايد له افغان چارواکو سره خبرې وشي.

د يادونې ده، چې وړمه ورځ د فراه امنيه قوماندان ويلي وو، چې ١٢ پوليس له وسلوالو طالبانو سره يو ځاى شوي دي.

خو د کورنيو چارو وزارت پرون دا ادعا رد کړه او ويې ويل، چې ياد پوليس نادرکه شوي او شپږ يې د عملياتو په ترڅ کې بېرته پيدا شوي دي.

د يوه بل خبر له مخې، تېره شپه د دغه ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د پوليسو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.

د ياد ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل پژواک ته وويل، چې په دې نښته کې يو پوليس وژل شوى او بل ټپي دى.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version