ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تورخم کې له سوداګرو ناقانونه پيسې اخيستل کېږي

31 Jul 2012 - 15:52
31 Jul 2012 - 15:52

جلال اباد (پژواک، ١٠ زمرى ٩١): د سوداګريزو بار وړونکو موټرو چلوونکي وايي، چې د ننګرهار په تورخم بندر کې د سرحدي پوليسو په ګډون د ګڼو ارګانونو کارکوونکي ترې په ناقانونه ډول پيسې اخلي.

رازق ولي ، چې د قبايلي سيمې خيبر ايجنسۍ اوسېدونکى دى او افغانستان ته يې سمنټ بار کړي وو، د زمري په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تورخم له پولې په تېرېدو سره سم سرحدي پوليس ترې ٣٠٠ افغانۍ او له تورخم څخه په راوتو کې ترې د دغو پوليسو وروستۍ پوسته پنځه سوه کلدارې اخلي.

هغه زياته کړه، چې سرحدي پوليس له هر داخلېدونکي موټر څخه درې سوه افغانۍ د داخلې، درې سوه له تورخم څخه د وتلو او سل افغانۍ د تورخم د موټرو په تمځاى کې د سيل (قلف) اچولو په نوم اخلي.

د نوموړي په وينا، هر موټر چې له خپلې اندازې زيات وزن ولېږدوي د فوايد عامې په تله کې ترې ١٣٥٠٠ زره کلدارې اخيستل کېږي.

دغه موټر چلوونکي وويل، يوه اونۍ وړاندې په همدې تله کې امنيتي موظفينو وهلى، ښکنځلې يې ورته کړي او بيا يې ترې ١٣٥٠٠زره پاکستانۍ کلدارې بډې اخيستې دي.

د خيبر ايجنسۍ د جمروډ سيمې يوه موټرچلوونکي خان شېر شينواري پژواک اژانس ته وويل، چې له کراچۍ بندر څخه د تورخم تر بندره په پنځو ورځو کې را راسېدلى دى.

هغه وايي، چې سرحدي پوليس او د فوايد عامې تله ترې له هر ډول رسيد پرته بډې او رشوتونه اخلي.

نوموړي زياته کړه، چې که څوک له پيسو ورکولو ډډه وکړي، وهل کېږي او نيول کېږي او بيا هېڅوک د پوښتنې نه وي.

د عمران په نوم يوه بل موټرچلوونکي پژواک اژانس ته وويل، چې سرحدي پوليسو ترې پيسې نه دي اخيستې، خو له تورخم څخه په راوتلو ترې د تلې مسوول لس زره روپۍ بډې واخيستې.

بل موټرچلوونکي حضرت باز، چې له کراچۍ نه يې په کانټينر کې موټر رابار کړي وو، پژواک ته وويل، له ملي امنيت پرته په تورخم کې ټول امنيتي ارګانونه له باردارو موټرو په ګډه پيسې اخلي.

نوموړي زياته کړه: ((تورخم ته په راننوتلو سرحدي پوليسو راته په کاغذونو کې په يوې ټاپې وهلو درې نيم سوه افغانۍ واخيستې.))

هغه وايي، د تورخم په ګمرک کې يې ټول قانوني مراحل سرته رسولي، خو له تورخمه د وتلو پر مهال په شخصي جامو کې وسلوال د فوايد عامې د تلې په ځاى کې ١٣٥٠٠ کلدارې ترې اخلي.

نوموړي وويل، چې د لغمان په سرخکانو کې ترانسپورټ او د خيروخېلو په تله کې ترې د فوايد عامې کار کوونکي په وچ زور زرګونه روپۍ غواړي، که يې ور نه کړي پلېټ ترې خلاصوي، کاغذونه يې ستنوي او يا ورته نورې ستونزې راولاړوي.

دغو چلوونکو له دولته غوښتنه وکړه، چې له تورخم تر کابله د بار وړونکو موټرو په اړه تړلې ټولې امنيتي مسئلې دې ملي اردو ځواکونو ته وسپاري.

د ننګرهار د فوايد عامې رييس انجنير فضل ربي وليزي د موټر چلوونکو د شکايتونو په اړه پژواک اژانس ته وويل، چې دوى په کاري لايحه کې داسې کومه ماده نه لري، چې له درنو بار وړونکو موټرو دې نغدي جريمه واخيستل شي.

فضل ربي ومنله، ځيني کمېشن کاران شته، چې له چلوونکو پيسې اخلي؛ خو نوموړي ونه ويل، چې دغه کمېشن کاران څوک دي او ولې پيسې اخلي.

خو د فوايد عامې رييس دا رد کړه چې ګواکې په تله کې مامورين او يا امنيتي موظفين له چلوونکو پيسې اخلي.

وليزي ژمنه وکړه، چې که چلوونکي ورته داسې څوک ور وښيي، چې له دوى يې بډې اخيستې وي، د قانون منګولو ته به يې وسپاري.

نوموړي وويل، چې څو څو ځلې يې د چلوونکو له اتحاديو سره ګډې غونډې نيولې، څو له اندازې زيات بار را ونه لېږدوي، چې د سړکونو د ويجاړېدو لامل ګرځي؛ خو په وينا يې اوس هم ګڼ شمېر موټر له اندازې زيات بار راوړي، چې له ٦٠ ټنه پورته بار يې د تورخم په تله کې تخليه کېږي.

د لومړي زون سرحدي پوليسو قوماندان سمونوال ولي خان شينواري پژواک اژانس ته وويل، داسې کوم راپور نه لري، چې سرحدي پوليس دې له موټرچلوونکو بډې واخلي.

نوموړي ګواښ وکړ، چې بډې اخيستونکي پوليس به د پېژندلو په صورت کې سمدستې له دندې ګوښه او مجازات کړي.

موټر چلوونکي دغه شکايت پر داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي ولسي جرګې ته په تورخم کې د اخيستل کېدونکو بډو په اړه معلومات ورکړل.

Views: 50

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version