کندهار ( پژواک، ١١ زمرى ٩١): امنيتي چارواکي د کندهار ولايت په غورک او ميوند ولسواليو کې د لسو وسلوالو مخالفينو د وژل کېدو ادعا کوي.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کسان تېره شپه په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي .
دى وايي، چې څلورو تنو وسلوالو د غورک ولسوالۍ په چنار سيمه کې پر لويه لاره ماينونه خښول.
هغه زياته کړه،چې ماين خښوونکي د پوليسو د ګزمې له خوا په نښه او څلور واړه وژل شوي دي .
دى وايي ، چې له وژل شويو کسانو څخه لس کړۍ بېلابېل ماينونه هم تر لاسه شول.
فيصل وايي، په يوه بله پېښه کې، چې د همدې ولسوالۍ په سنګي سيمه کې د پوليسو او وسلوالو مخالفينو تر منځ نښته کې ٣ وسله وال مخالفين ووژل شول.
د سرچينې په وينا، په نښته کې له وژل شويو څخه دوه ميله کلاشينکوف او درې د پرسونل ضد ماينونه هم تر لاسه شوي دي.
غورک د کندهار هغه ولسوالۍ ده، چې د تېرو شپږو کلونو په اوږدو کې د وسلوالو مخالفينو تر واک لاندې وه، خو څو مياشتې وړاندې امنيتي ځواکونو هلته عمليات وکړل او دغه ولسوالۍ يې له طالبانو څخه بيرته ونيوله.
دغه راز د کندهار ولايت مطبوعاتي دفتر وايي چې په ميوند ولسوالۍ کې د پوليس او وسله والو مخالفينو تر منځ په نښته کې هم درې وسلوال وژل شوي دي.
سرچينه زياتوي چې ، دغه درې تنه ددې ولسوالۍ د ادم جان کارېز په سيمه کې د پوليسو پر يوه پوسته د بريد پر مهال ووژل شول . هغه زياته کړه، تر دې بريد وروسته پوليسو په سيمه کې عمليات وکړل او يو وسلوال يې له اته کړۍ ماينونو سره ونيو.
وسلوالو طالبانو د تېرې شپې د يادو بريدونو په اړه څه نه دي ويلي ،خو د هغوى وياند قاري محمديوسف احمدي ويلي چې چې تیره ورځ ماسپښین مهال دغورک ولسوالۍ د چارپایاؤ په سیمه کې د فريد په نوم د محلي پولیسو یو قومندان او د هغه درې ملګري د ماين په يوه چاودنه کې وژل شوي دي .
تیره ورځ غرمه مهال دمیوندولسوالۍ داشخابادپه سیمه کې د طالبانو په کمين کې يو محلي پوليس وژل شوى او بل ټپي شوى دى
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن