ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روان کال له پيله په غزني کې د دولت سلګونو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې

2 Aug 2012 - 16:19
2 Aug 2012 - 16:19

غزني ښار (پژواک ۱۲ زمری ۹۱): امنيتي چارواکي وايي، چې په غزني ولايت کې د روان لمريز کال له پيله تر اوسه ٣٧٨ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ٨٢ ژوندي نيول شوي دي.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد نن (د زمري ۱۲مه) په يوه خبري غونډه کې وويل، چې په غزني ښار او ولسواليو کې افغان او نړيوالو ځواکونو نږدې ۱۲۸ عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۲۸۴ وسلوال طالبان وژل شوي، چې ۱۴ په کې مهم طالب قوماندانان هم شامل وو. د هغه په وينا، په يادو عملياتو کې ۹۴ طالبان ټپيان شوي او ۸۲ نور ژوندي نيول شوي دي. نوموړي زياته کړه، چې په دغو عملياتوکې ۴۱۲ ماينونه کشف او شنډ شوي، ۱۹۱ بېلابېلې وسلې يې نيولي او د وسلو درې لويې زېرمې يې هم کشف کړې دي. امنيه قوماندان وويل: ((د تېرو کلونو په پرتله مو وسلوالو طالبانو ته په تېرو څلورو مياشتو کې درانه تلفات اړولي دي.)) د ده په خبره، په يادو عملياتو کې لس افغان سرتېري هم وژل شوي، چې د ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت اړوند وو. نوموړي په عملياتو کې بهرنيو ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه معلومات ورنه کړل. امنيه قوماندان په خبري غونډه کې په اندړو ولسوالۍ کې د طالب ضد پاڅون په اړه وويل، چې ولسي خلکو په ډېر لږ وخت کې وکولاى شول، ډېر بهرني او کورني وسلوال طالبان ووژني. د هغه په وينا، دغه پاڅون د پرمختګ په حال کې دى او نږدې څلور ورځې کېږي، چې د غزني په بله نا امنه ولسوالۍ، مقر کې هم ولسي پاڅون پيل شوى او افغان دولت د دغو پاڅونونو پوره ملاتړ کوي. وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي. د غزني امنيه قوماندان په داسې حال کې وسلوالو طالبانو ته د زياتې مرګ ژوبلې او د افغان ځواکونو د پياوړتيا خبره کوي، چې د غزني ناوه ولسوالۍ له تېرو اوو کلونو راهيسې د وسلوالو طالبانو په لاس کې ده.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version