اسعداباد (پژواک ١٣ زمرى ٩١): د دې ترڅنګ چې دولتي ځواکونه او طالبان په کونړ کې يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي، يو ماشوم او يوه ښځه هم د دوى د نښتو په ترڅ کې وژل شوي او څو ملکي وګړي ټپيان دي.
د کونړ د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سمونوال شېرولي پژاک اژانس ته وويل، چې د دولت وسلوالو مخالفينو نن سهار شاوخوا څلور بجې شيګل، دانګام، مروره، څوکۍ ولسوالۍ او د کونړ مرکز اسعد اباد تر وسلوالو بريدونو لاندې راوستې.
د هغه په خبره، چې دغو نښتو د سهار تر اوو بجو پورې دوام درلود.
سمونوال شېرولي وايي، چې وسلوالو د کونړ د مرکز د اسعد اباد په کراله سيمه کې يوه ښځه وژلې او په مروره ولسوالۍ کې يې د دوو ماشومانو په ګډون درې تنه ټپيان کړي دي.
په عين حال کې د کونړ امنيه قوماندان پاسوال عوض محمد نذيري وايي، چې د اسعداباد په مربوطاتو کې پر يوه کور د طالبانو د يوه توغندي د لګېدو له امله يو اووه کلن ماشوم وژل شوى، يو افسر او يو پوليس په مروره ولسوالۍ کې ټپي شوي دي.
د کونړ د عامې روغتيا رياست ډاکتر ادم خان وايي، چې يادو پېښو دوى ته د يوې ښځې مړى او د ملکي وګړو درې ټپيان ور وړل شوي دي.
هغه وويل، چې ټپيان تر درملنې لاندې او روغتيايي حالت يې مخ په ښه کېدو دى.
د سرکاڼو ولسوالۍ يو اوسېدونکى محمد اسماعيل وايي: ((دولتي ځواکونو او طالبانو په دې نښتو کې له درنو وسلو هم کار اخيست او موږ له شپې تر سهاره خوب ونه کړ.))
هغه زياته کړه، چې تر اوسه د ښکېلو غاړو او ملګي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
د کونړ امنيه قوماندان ادعا کوي، چې د وسلوالو طالبانو بريدونو په ځينو ولسواليو کې پر شا تنبول شوي او درانه زيانونه يې ور اړولي دي.
د نوموړي په خبره، د طالبانو مړي د جګړې په سيمه کې اوس هم پراته دي او تر اوسه يې کره شمېر نه دى معلوم.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد طالبانو د مرګ ژبلې اوښتل ردوي او دعوه کوي، چې دغه نښتې په مروره، دانګام، ناړۍ، څوکۍ، شيګل، وټه پور، سرکاڼو، مانوګي ولسواليو او د کونړ په مرکز اسعداباد کې رامنځته شوې او تر اوسه يې دولتي سرتېرو درنه مرګ ژوبله ور اړولې ده.
هغه وايي، چې د چملزو په سيمه کې يې پر يوه پوسته د بريد له امله څلور دولتي سرتېري او يو سرتېرى يې د شيګل ولسوالۍ په شينکورک سيمه کې وژلي او يو شمېر يې ټپيان کړي دي.
بلخوا د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي وايي، چې د طالبانو له بريدونو سره هم مهاله پاکستاني پوځيانو ١٢٤ راکټونه پر دانګام او ٨٥ نور يې پر ناړۍ ولسواليو توغولي او په دې سره يې طالبانو ته د بريدونو زمينه برابره کړې ده.
د والي په وينا، ښايي د پاکستان په دغو راکټي بريدونو کې د يادو دوو ولسواليو خلکو ته مرګ ژوبله او زيانونه هم اوښتي وي، خو تر اوسه يې کره معلومات په اړه نشته.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن