ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار ښاروالۍ پنځه ټنه بې کيفيته توکي ونيول

6 Aug 2012 - 16:07
6 Aug 2012 - 16:07

جلال اباد ( پژواک، ١٦  زمرى ٩١) : د ننګرهار ښاروالي وايي،چې د جلال اباد ښار له هيټوالو يې پنځه ټنه هغه بې کيفيته توکي نيولي ، چې په بازار کې يې پلورل.

د ښاروالۍ د پلټنې مدير عبيدالله اغا د زمري په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل،چې لاسته راغلي پنځه ټنه د ټيټ او خراب کيفيت لرونکي خوراکي توکي د روژې مياشتې په تېرو دوه اونيو کې يې ترلاسه کړي دي.

د هغه په وينا، په دې توکيو کې يې ډېره برخه غير الکولي مشروبات، مربا، اچار، خرماوې او ځينې نور دي.

نوموړي زياته کړه، چې تراوسه يې لسګونه هټيوال او ګنډونکي د لوړو بيو په جرم نغدي جريمه کړي او دوکانونه يې ورتړلي دي.

عبيدالله اغا په امنيتي ځواکونو غږ وکړ،چې له ښاروالۍ سره په ګډه دې د سرغړونکو په نيولو کې  ورسره مرسته وکړي.

د پلټنې مدير وويل، هغه هټيوال ، چې د ښاروالۍ د نرخ نامې پروا يې نه ده کړې،يا هم په لوړه بيه توکي پلوري او په ښاريانو تاريخ تيري او بې کيفيته خواړه پلور ، تر قانوني چلند لاندې ونيسي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد پژواک اژانس ته وويل،چې د عامې روغتيا رياست دوه تنه کار کوونکي او ډاکټران هره ورځ د ښاروالۍ د پلټنې له ډلو سره د ښار په هټيو ګرځي او هغه تر شک لاندې خوراکي توکي، چې کيفيت يې ټيټ وي د عامې روغتيا د کيفيت کنټرول مرکز ته راوړي او په لابراتوار کې يې ګوري.

شيرزاد وويل، هغه غير الکولي مشروبات، چې په ښار کې په ټيته بيه پلورل کيږي د کيفيته کومه اندېښنه يې نشته.

نوموړي زياته کړه،دغه مشروبات د حبيب ګلزار شرکت له لوري د روژې مبارکې مياشتې په وياړ په نيمه بيه پلورل کيږي، چې روغتيايي زيانونه، نه لري.

د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې د ګذر وکيل حاجي معروف پژواک ته وويل، چې د ښاروالۍ له  هڅو سره سره بيا هم د ښار په ځينو برخو کې هټيوال بې کيفيته او تاريخ تيري توکي پلوري .

نوموړي پر ټولو اصنافو غږ وکړ،چې د روژې تقدس ته په پاملرنې دې بې کيفيته تاريخ تيري درمل نه پلوري.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version