ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو افغان ساتونکي خپل درې ملګري او يو ملکي وګړى وواژه

7 Aug 2012 - 11:17
7 Aug 2012 - 11:17

لښكرګاه (پژواك ۱۷ زمرى ۹۱): د هلمند په مارجې ولسوالۍ كې يوه تن، چې له بهرنيو ځواکونو سره د امنيت په برخه کې د ساتونکي په توګه کار کوي، خپل درې ملګري ساتونکي او يو عام وګړى وژلى دى.

دا پېښه پرون مازيګر د هلمند د مارجې ولسوالۍ د قاري صدي په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د مارجې امنيه قوماندان سمونيار ښادي خان د زمري په ۱۷مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې په سيمه کې له امريکايي سمندري ځواکونو سره يوه افغان ساتونکي په خپله پوسته کې خپل درې ملګري ساتونکي او يو مېلمه وژلى دى.

هغه زياته کړه، چې بريد کوونکي د وژل شوو کسانو وسلې هم له ځان سره وړې او په تېښته بريالى شوى دى.

د ښادي خان په وينا، پوليسو د بريد کوونکي په اړه پلټنې پيل كړې څو د پېښې لامل په ډاګه او بريد كوونكى ونيسي.

امنيه قوماندان وويل، چې د افغان ساتونکو دغه ځواک د (اې اېس پي) په نوم يادېږي، خو له سيمه ييزو پوليسو سره توپير لري، د امريکايي ځواکونو له خوا تمويليږي او په کورنيو چارو وزارت کې ثبت نه دى.

په مارجه ولسوالۍ کې دا مهال دا ډول دوه سوه سرتېري دنده ترسره كوي، چې معاشونه او لګښت يې د امريكايې سمندري ځواكونو له خوا وركول كېږي او څلور سوه سيمه ييزه پوليس لري چې له كورنيو چارو وزارت سره راجستر دي.

د قاري صدي د سيمې يوه اوسېدونکې رحيم ګل پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه د فاضل د څلورلارې په پوسته کې رامنځته شوې ده.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې وړمه ورځ په موسى کلا ولسوالۍ کى ١١ سيمه ييز پوليس له خپل قوماندان او وسلو سره طالبانو ته ورغلي دي.

د يوه بل خبر له مخې، د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د ملي امنيت مدير عـبدالكريم خان وايي، چې پوليسو د مارجې په شورشورك سيمه كې څلور هغه ماين خښوونكي او جوړونكي نيولي، چې په ياده سيمه كې يې له ډېره وخته فعاليت كاوه.

د ده په وينا، چې له نيول شوو کسانو دوه موټرسايکل، وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

وسله والو طالبانو د دغو پېښو په اړه تر دې دمه څه نه دي ويلي.

Views: 18

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version