چاريکار (پژواک ١٨ زمرى ٩١): په سوېلي سالنګ کې د يوې ترافيکي پېښې په ترڅ کې درې تنه مړه او څلور ټپيان شوي دي.
د پروان ولايت د سالنګ ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل ګل اقا سالنګي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېر ماښام شاوخوا اووه بجې د سوېلي سالنګ د کبوترخانې په سيمه کې رامنځته شوه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې يو کرولا موټر د تخنيکي عوارضو له امله له ټيلر موټر سره وجنګېد.
د هغه په وينا، دغه کرولا موټر، چې له شمال نه د کابل پر لور روان و، له ټکر نه وروسته سيند ته لوېږي او ټېلر موټر، چې له کابل نه شمال ته روان وو، هم چپه شوى دى.
هغه وويل، چې په کرولا موټر کې سپاره درې تنه مړه شوي، يو بل تن او چلوونکى ټپي شوي دي.
سرچينې زياته کړه، په ټېلر موټر کې هم، چلوونکى او يو بل کس ټپيان شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، يو ټپي د پنجشېر ايمرجنسي روغتون او درې نور د پروان روغتون ته وړل شوي دي.
د سالنګ ولسوالۍ امنيه قوماندان وايي، چې د يوه ټپي روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.
هغه وويل، چې د دې پېښې ټول قربانيان نارينه او د کندهار، کندوز او بغلان ولايتونو اوسېدونکي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن