ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نيمروز او کندوز په پېښو کې ٥٢ تنه وژل شوي

15 Aug 2012 - 19:03
15 Aug 2012 - 19:03

زرنج-کندوز (پژواک ٢٥ زمرى ٩١): په نيمروز ولايت کې د ځانمرګي او په کندوز ولايت کې د چاودنې د تلفاتو ټول شمېر ٥٢تنو ته او د ټپيانو شمېر څه باندې ١٦٨ تنو ته ورسېد.

دغه ځانمرګي بريدونه تېر مازيګر د نيمروز د مرکز زرنج ښار په درېيو سيمو کې ترسره شول او تېر ماښام د کندوز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ په بازار کې چاودنه وشوه.

د نيمروز امنيه قوماندان سمونوال محمد موسى رسولي وايي، په هغه ځانمرګي بريد کې، چې د نيمروز د ملکي روغتون په مخ کې وشو، ١٩ ملکي وګړي او درې پوليس ووژل شول او ٣١ نور ملکي کسان او ١١ پوليس ټپيان شول.

د نيمروز امنيه قوماندان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ډېرى مرګ ژوبله ګرځنده پلورونکو او هغو کسانو ته اوښتې ده، چې د روغتون په مخ کې يې د اختر مېوه پلورله.

رسولي زياته کړه، مخکې له دې يوه بل بريد کوونکي ځان د زرنج ښار د څلورمې امنيتي حوزې د قوماندان سمونيار نجيب الله د موټر په مخ کې والوځاوه، چې په پايله کې يې د حوزې قوماندان او دوه پوليس ټپيان شول.

سرچينې زياته کړه، چې درېيم بريد کوونکي د نيمروز د محکمې رياست د پخوانۍ ودانۍ پر سړک ځان والوځاوه، خو مرګ ژوبله يې نه درلوده.

هغه زياته کړه، چې بريد کوونکي په ټوليز ډول اته تنه وو، چې دوه تنه يې دوه شپې مخکې د زرنج ښار په خواجه کريم سيمه کې په يوه کور کې د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول او درې تنه نور يې د زمري په ٢٤مه سهار په هماغه سيمه کې ونيول شول.

خو د نيمروز د عامې روغتيا رييس ډاکټر نوراحمد شېرزاد نن (د زمري ٢٥مه) له غرمې مخکې وويل، چې له ملکي روغتون او روغتيايي کلينيکونو څخه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، په دغه ځانمرګو بريدونو کې ٣٠ تنه وژل شوي او ١٣٠ نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه، چې په وژل شوو کسانو کې يوه ښځه او څو ماشومان او په ټپيانو کې يوه نرسه شامله ده.

ډاکټر شېرزاد زياته کړه، ٢٧ تنه چې روغتيايي وضعيت يې خراب وو، د ايساف د هوايي ځواک له خوا د هلمند ولايت په شورآبک سيمه کې د هغوى مرکز ته لېږدول شوي دي.

د نيمروز د عامې روغتيا رييس وويل، چې يو شمېر خلک د خپلو خپلوانو مړي کورونو ته لېږدولي او روغتيايي مرکزونو ته يې نه دي وړي، له همدې امله کېداى د تلفاتو شمېره لوړه وي.

خو د سيمې يوه مشر حاجي مسعود وويل، چې د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو ځانمرګو بريدنو کې د ماشومانو او ځوانانو په ګډون ٣٨ تنه وژل شوي دي.

همدارنګه تېر ماښام په دشت ارچي ولسوالۍ کې په موټر کې د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله ٢٢ ملکي کسان ووژل شول او له ٣٨ زيات نور ټپيان شول.

د کندوز د والي وياند عنايت الله خليق وويل، چې له چاودېدونکو توکو ډک دغه موټرسايکل د دشت ارچي ولسوالۍ له ګڼه ګوڼې څخه ډک بازار کې والوځول شو، چې خلک هلته د سودا د اخيستو لپاره راغلي وو.

د کندوز د عامې روغتيا رئيس ډاکټر سعد مختار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوه تنو په روغتون کې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې او په ټوليزه توګه د وژل شويو کسانو شمېر ٢٢ تنو ته ورسېد.

هغه زياته کړه چې د ماشومانو له ګډون ٣٨ تنه ټپيان روغتون ته لېږدول شوي ، خو د ١٢ تنو روغتيايي وضعيت خراب دى.

ډاکټر سعد زياته کړه چې ټول وژل شوي کسان او ټپيان ملکي کسان دي.

د کندوز او نيمروز امنيتي چارواکي ددې بريدونو پړه ددولت پر وسلوالو مخالفينو اچوي، خو مسؤوليت يې تراوسه چا په غاړه ندى اخيستى.

 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version