کابل ښار (پژواک ٢٥ زمرى ٩١): ولسمشر حامدکرزى وايي، چې په اسلامي هېوادونو کې دولتي اوسياسي چارواکي بايد له ترهګرۍ څخه په نورو هېوادونوکې دخپلې لاسوهنې او د عمال نفوذ لپاره کار وانخلي.
دغه څرګندونې د ولسمشر وياند ايمل فيضي له سعودي عربستان څخه د ټېلېفون پر ليکه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.
د هغه په وينا، ټاکل شوې ولسمشر حامدکرزى د اسلامي همکاريو د سازمان څلورمې فوق العاده غونډه ته وينا وکړي.
فيضي وويل، چې ولسمشر به په خپله وينا کې په ډاګه کړي: ((اسلامي هېوادونه د افراطيت، خشونت او ترورېزم د مرکز په توګه ګرځېدلي، ترورېزم د يوه ستر افت په توګه زموږ هېوادونه تهديدوي او زموږ مظلوم او بې ګناه خلک شهيدان کوي.))
د ده په وينا، ولسمشر به دغه راز ووايي، چې ترهګري اسلام او اسلامي هېوادونه بدناموي او اسلامي هېوادونه بايد د ترهګرۍ پرضد ګډه مبارزه وکړي.
دغه راز به ولسمشر زياته کړي: ((له ترورېزم سره مبارزه زموږ د ټولو مسلمانانو دنده ده.))
دې ناستې ته به ولسمشر کرزى ووايي،چې په افغانستان کې دسولې د تامين لپاره د افغانستان حکومت له هېڅ ډول کوښښونو څخه ډډه نه کوي.
ددې ترڅنګ د ولسمشرکرزي وياند وويل: ((خو په افغانستان او پاکستان کې د سولې د تحقق او په منطقه کې د ترورېزم له منځه وړل د پاکستان صادقانه همکارۍ ته اړتيا لري.))
د فيضي په خبره ،ټاکل شوې ده ، ولسمشرحامدکرزى د سعودي له پاچا څخه غوښتنه وکړي ، چې په افغانستان کې د سولې د راوستو په خاطر خپل عنايت او کوښښونو ته ادامه ورکړي .
د يادونې ده، چې ولسمشر کرزى د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د زمري په ٢٣مه د اسلامي همکاريو د سازمان په څلورمه فوق العاده غونډه کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته لاړ او د عمرې حج مراسم يې هم پر ځاى کړل.
دغه غونډه د زمري په ٢٤- ٢٥مه،په مکې مکرمه کې د سعودي عربستان د پاچا خادم الحرمين الشريفين شاه عبدالله بن عبدالعزيز په نوښت جوړه شوې ده.
د اسلامي هېوادونو سازمان، د اسلامي نړۍ له لويو سازمانونو ګڼل کېږي، چې ٥٧ اسلامي هېوادونه يې غړيتوب لري.
افغانستان په ١٩٦٩ کال کې د دې سازمان غړيتوب خپل کړ.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن