جلال اباد (پژواک، ٢٦ زمرى ٩١): د جلال اباد-تورخم پر لويه لاره نن سهار د ماين په يوه چاودنه کې څلور تنه ټپيان شول.
دا چاودنه نن (د زمري ٢٦مه) سهار شاوخوا اته بجې د يادې لويې لارې په اوږدو کې د غني خېلو ولسوالۍ د مارکو په بازار کې وشوه.
په ختيځ کې د سرحدي پوليسو د لومړي زون د قوماندانۍ وياند ادريس مومند پژواک اژانس ته وويل، چې چاودنه د سرحدي پوليسو د څلورم کنډک پر يوه رينجر موټر شوې ده.
هغه زيات کړه، چې په دې چاودنه کې يو سرتېرى او يو شمېر ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د غني خېلو ولسوال حاجي زلمي پژواک اژانس ته د چاودنې د پخلي ترڅنګ وويل، چې د دوو ماشومانو په ګډون درې ملکي وګړي په کې ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د هغوى روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ وباله.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن