ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال الن: نړیوال به د بدلون په لسیزه کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ وي

19 Aug 2012 - 15:35
19 Aug 2012 - 15:35

کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۹۱): په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوی قوماندان جنرال الن وایي، چې نړیواله ټولنه به د بدلون په لسیزه کې له افغانانو سره اوږه په اوږه ولاړه وي.

جنرال جان الن دغه څرګندونې په هغه پیغام کې کړي، چې د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت یې افغانانو ته داختر مبارکۍ په موخه خپور کړی دی.

په کابل کې د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو (ایساف) د مطبوعاتي دفتر لخوا د زمري په ۲۹مه، پژواک خبري اژانس ته د جنرال الن د اختر مبارکۍ پیغام یوه کاپي را لیږل شوې ده.

په دې پیغام کې جنرال الن ويلي، چې نړیوال ځواکونه او نړیواله ټولنه به د بدلون په لسیزه (۲۰۲۵-۲۰۱۲) کې افغانان یواځې نه پریږدي او ددوی ترڅنګ به اوږه په اوږه ورسره ولاړه وي.

هغه زیاته کړې، چې دوی به اجازه ورنه کړي، چې د تیرې تیارې دورې تورې وریځې یوځل بیا پر افغانانو خپرې شې او په تیرو څو کلونو کې ترلاسه شوې بریاوې زیانمنې شي.

د ناټو لوی قوماندان ویلي، چې دوی به دسولې ، ثبات او بریالیتوب ګډو موخو ترلاسه کولو لپاره خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکوي.

جنرال داختر په مناسبت په دغه پیغام کې زیاته کړې : (( دافغانستان خلک پیاوړي شوي دي،دافغانستان ملي ځواکونه په یوه مسلکي او پیاوړي ځواک باندې بدل شوي ، شمیره یې له ۳۰۰ زرو اوښتې ده اودخپل ملي حاکمیت دفاع کوونکي دي.))

نوموړي افغان ملي ځواکونو ته دامنیت دچارو دسپارلو پروسې ته په اشارې سره ویلي، چې ډیر ژر به افغانانو په  خپلو هغو سیمو کې ژوند وکړي،چې مسوولیت يې افغان ملي ځواکونو ته سپارل شوی.

دناټو قوماندان وایي ، چې افغانان زور، ظلم، ترهګري او ډار اچونه ردوي ، ددې ترڅنګ سلګونه وسلوال مخالفین هم غواړي ، چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او یوه عزتمند ژوندانه ته راوګرځي. 

 د یادونې ده، چې ددولت ددوو وسلوالو مخالفو ډلو ( حزب اسلامي او طالبانو) مشرانو داختر په مناسپت پخپلو پیغامونو کې د وسلوالې مبارزې د ادامې ترڅنګ ادعا کړې، چې بهرنیو ځواکونو ته یې ماتې ورکړې او ډیرې بریاوې یې خپلې کړې دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version