کابل (پژواک، ٢٩ زمرى ٩١): ولسمشر حامد کرزي د کوچني اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته د روژې په مبارکه مياشت کې په ځينو ولايتونو کې د رامنځ ته شويو ځانمرګو بريدونو او چاودنو عاملين د خداى او د هغه د مخلوق دښمنان وبلل.
ولسمشر حامد کرزي نن (د زمرى ٢٩مه) سهار مهال د تشريفاتو ګارد له معاينې وروسته د نېکمرغه کوچني اختر لمونځ د ارګ په جومات کې ادا کړ.
د نېکمرغه کوچني اختر د لمانځه په مراسمو کې، چې د ارګ د جومات د امام په امامت ادا شو، د جمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم، دويم مرستيال کريم خليلي، د کابينې ، ملي شورا، جهادي مشرانو، د کابل ښار ځينو مخورو، په کابل کې د اسلامي هېوادونو ځينو سفيرانو او د وسلوال پوځ يو شمېر جنرالانو او جګپوړو افسرانو برخه درلوده.
ولسمشر حامد کرزي د نېکمرغه کوچني اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته، له لمونځ کوونکو سره روغبړ وکړ او هغوى ته يې د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وويله.
ولسمشر بيا له خبريالانو سره په خبرو کې د افغانستان خلکو او د نړۍ مسلمه امت ته د کوچني اختر مبارکي وويله او هيله يې وکړه، چې د نېکمرغه کوچني اختر په برکت دې لوی خدای د افغانستان خلکو ته تلپاتې سوله او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته دې له سوکالۍ څخه ډک ژوند په نصيب او له موجودو ستونزو او کړاوونو څخه دې، لوی خدای هغوی ژر تر ژره خلاص کړي.
حامد کرزي وويل: ((سږ کال بيا هم له پخوا څخه په ډېره پيمانه د اسلام دښمنانو د اسلام په نامه، د طالب په نامه، په روژه کې ډېر ظلم وکړ، په جاموتونو کې يې ځانمرګي بريدونه وکړل او د مسلمان اولادونه يې د خوارۍ او کار په وخت کې، روژه په خوله شهيدان کړل.))
ولسمشر د نيمروز، ننګرهار، خوست، کندوز او نورو ولايتونو، چې د روژې په مبارکه مياشت په کې ځانمرګي بريدونه او چاودنې وشوې، يادونه وکړه او ويې ويل: ((هغو کسانو چې دا ظلم کړى، بې له شکه يې له خداى سره دښمني کړې او د الله له مخلوق سره يې هم دښمني کړې ده.))
هېر دې نه وي، چې په يادو شويو او يو شمېر نورو ولايتونو کې د ځانمرګو بريدونو او چاودنو له امله له ٧٠ زيات کسان ووژل شول او له ٢٠٠ څخه زيات ټپيان شول.
ولسمشر زياته کړه، هغو کسانو چې دا کار کړى، خپل اخرت يې خرابه کړ او په دنيا کې به هم د دوى دغه کړنې د ولس له ياده ونه وځي.
ولسمشر د وسلوالو طالبانو مشرانو ته په خطاب کې وويل: ((که تاسو دا ظلم کړى وي، موږ څه نه وايو، ملت ته به ځواب ورکړئ. که تاسو نه يئ، نو ووايئ او که ياستئ، بښنه وغواړئ.))
کرزي د خپلو خبرو په پاى کې د يوه افغان او مسلمان په توګه له هغوى وغوښتل، چې دا ظلمونه نور ونه کړي او له ولس څخه بښنه وغواړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر کرزي به له دې مخکې د ورته ورځو په ترڅ کې پر مخالفينو د سولې له بهير سره د يوځاى کېدو غږ او د ورور خطاب کاوه، خو دا ځل يې داسې کومه خبره ونه کړه.
د يادولو ده، چې وسلوالو طالبانو تراوسه د يادو شويو ځانمرګو بريدونو او چادونو مسووليت په غاړه نه دى اخيستى او د دوى مشر ملا محمد عمر خپلو وسلوالو ته سپارښتنه هم کړې، چې د جګړې پر مهال دې د عامو خلکو سر او مال ته زيان نه رسوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن