کابل(پژواک،٣٠ زمرى):ايساف وايي، يوه افغان ، چې د ملي پوليسو جامې يې پر تن وې ، د افغانستان په سويل کې د د هغوى يو کارکوونکى په ډزو وواژه.
د ايساف ځواکونو په خبرپاڼه کې د نورو معلوماتو له ورکولو پرته راغلي ، چې دغه بريد تېره ورځ رامنځته شو.
سرچينه ليکي ، چې دغه پېښه د افغان او ايساف ځواکونو تر څېړنې لاندې ده .
د کندهار ولايت مطبوعاتي مسوول جاوېد فيصل وايي، چې ياد شوى بريد يوه افغان پوليس د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ په امنيه قوماندانۍ کې تر سره کړى او له امله يې د ايساف يو تن وژل شوى دى .
هغه وويل چې بريدکوونکى هم وژل شوى دى .
فيصل وايي، چې بريدکوونکي پوليس له وسلوالو مخالفينو سره اړيکه نه لرله او ياد بريد ېې د ايساف له ځواکونو سره تر يوې لفظې شخړې وروسته کړى دى .
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي ويلي ، چې تیرماښام دکندهار ولایت دسپین بولدک ولسوالۍ په قوماندانۍ کې يو پوليس پر امريکايي ځواکونو ډزې وکړې او د يو لوړ پوړي افسر په ګډون يې درې تنه امريکايان ووژل .
ده ويلي ، چې په دې بريد کې د امريکايي ځواکونو يو ژباړن ټپي شوى او بريدکوونکى هم د افغان پوليسو په ډزو وژل شوى دى .
د ايساف ځواکونو وياند جنرال گونترکیتس څو ورځې مخکې ويلي و، چې د افغان امنيتي ځواکونو لخوا د هغوى پر بهرنيو همکارانو بريدونه زيات شوي دي .
دده په وينا، په روان ميلادي کال کې په ٢٧ دا ډول بريدونو کې د ايساف ٣٧ سرتيري وژل شوي دي .
د امريکا د متحده ايالتونو د دفاع وزير په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي ، چې هېواد به يې د دا ډول بريدونو د مخنيوي لپاره د پنټاګون د استخباراتي کارکوونکيو شمېر ډېر کړي .
دا مهال په افغانستان کې د ناټو شاوخوا ١٣٠ زره سرتيرې مېشت دي ، چې ٩٠ زره يې امريکايان دي.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن