ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا وال د اختر ورځې په مبارکيو او بېلابېلو دوديزو لوبو تېروي

20 Aug 2012 - 09:51
20 Aug 2012 - 09:51

ګردېز (پژواک ٣٠ زمرى ٩١): په پکتيا ولايت کې د اخترونو پر مهال که له يوې خوا خلک د يو بل کورونو ته د اختر مبارکيو لپاره ورځي، نو له بلې خوا ځوانان بېلابېلې دوديزې لوبې هم ترسره کوي.

د پکتيا په مرکز او ولسواليو کې په اخترونو کې بېلابېلې لوبې ترسره کېږي چې د هرې ولسوالۍ ځانګړې لوبې مشهورې دي.

 په زرمت کې نېزه بازي، په جاني خېلو، ځاځي اريوب او څمکنيو کې چارمغز ګټل، په مرکز او ورڅېرمه څو ولسواليو کې رزمي لوبې او د ځوانانو له لوري د تېږو اچول د اخترونو په ورځو کې ډېرې په جوش کې وي.

د ګردېز يو اوسېدونکى اسدالله وايي: ((اختر د خدای نعمت دی، موږ دوه اخترونه لرو بايد ښه يې ونمانځو، کرکې او نفرتونه له منځه يوسو.))

نوموړی زياتوي، چې دی په اخترونو کې د تېږو اچولو په سياليو کې برخه اخلي خو د نورو لوبو ميدانونو ته هم ورځي.

د جاني خېلو ولسوالۍ يو اوسېدونکی احسان الله منګل وايي، چې دوی څو مياشتې مخکې د خپلو چارمغزو او مټکو په ونو کې د ځان لپاره په بوجيو، بوجيو مټک او چارمغز د دغه اختر له پاره ټول کړي دي.

 نوموړى وايي: ((څو ورځې وړاندې موږ د چارمغزو (غوزانو) د سيالۍ يوه قوي ډله جوړه کړه څو د اختر په سياليو کې بيا برخه واخلي.))

منګل ويل، چې د چارمغزو سيالي په فردي شکل د جفت او تاق په توګه ترسره کېږي، خو دوى ډله د دې لپاره جوړه کړې، چې يو له بل سره مرسته وکړي.

د زرمت ولسوالۍ د مموزيو اوسېدونکی ګلان بيا وايي، چې پخوا په اخترونو کې واليبال او د نېزه بازۍ او ډول وهنې ښې مېلې کېدې.

خو هغه وايي، چې په هېواد کې د روانو جګړو او نا امنيو له امله دا لوبې يو څه پيکه شوي دي، خو بيا هم ده هيله څرګنده کړه، چې اختر کې به ښې مېلې او سيالۍ ترسره شي.

نوموړی زياتوي، چې اوس خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي په خلاص مټ نه شي ګرځېدلی، پخوا به د شپې تر لسو يولسو بجو ګرځېدل، اوس له مازديګر وروسته ځوانان او د پاخه عمر کسان کورنو ته ځان رسوي.

د احمدابا ولسوالۍ د عيسی خېلو اوسېدونکی حضرت حبيب ملنګيار وايي، چې په ولسوالۍ کې يې فوټبال او نښه ويشتل هغه لوبې دي چې ګڼ ځوانان پرې بوخت وي.

هغه پژواک ته وويل: ((دلته خلک د اختر په ورځ له خپل کور څخه ټوپک راوړي او نښه ولي او ډېر ځوانان فوټبال هم کوي، چارمغز کم، کم خلک ګټي خو نښه ويشتونکي ځوانان ډېر زيات دي.))

د نوموړي خبره، ده چې د دې سيمې خلک ټول په دولتي ادارو کې دي، خپلې مېلې په دې ډول ګرمې ساتي چې نښه ويشتل زده کړي، له يو لوري په کتار ځوانان نښې ږدي او بيا يې د ټوپک مرميو ته برابروي، هر چا چې په لومړي ډز سره اېښې نښه وويشته نو بريالی او باتور ګڼل کېږي.

دی وايي: ((د تېر کال په اختر کې خو ځوانان په ډلو وېشل شوي وو، چې په نښه ويشتو کې ځان وګوري، خو سږ ګورو چې د اختر له لومړۍ ورځې وروسته به ځوانان بيا څه کوي، اوس په کلي کې هغه ځوانان چې دا زمينه به يې برابروله چې نښې ويشتو ته ځوانان راټول کړي، په وظيفو کې دي نشته.))

د يادولو ده، چې د پکتيا په بېلابېلو سيمو کې بېلابېل ځانګړي دودونه شته چې ځوانان يې تر سره کوي خو د خلکو په خبره سپين ږيري او پاخه عمر لرونکي کسان هم کرار نه کېني، د خپلو خپلوانو پر کورنو ګرځي او ماشومانو ته اختريزې ډالۍ ويشي.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version