جلال اباد، لښکرګاه ( پژواک د وږي لومړۍ نېټه ٩١) : په هلمند او ننګرهار ولايتونو کې داختر په ورځو کې نږدې ٢٥٠ کسان په ترافيکي پېښو کې ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر باز محمد شېرزاد د وږي په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې د اختر په درېيو ورځو کې د عامې روغتيا روغتون ته تر ٢٠٠ پورې ټپيان راوړل شوي دي.
هغه زياته کړه ،چې دا ټپيان د کابل – تورخم، جلال اباد، لغمان، جلال اباد – اسعد اباد د لويو لارو له ترافيکو پېښو څخه ورته راوړل شوي دي.
د نوموړي په وينا، يو شمېر ټپيان تر لومړنيو درملنو وروسته رخصت شوي او ځينې نور يې ، چې سخت ټپيان دي، اوس هم بستر دي.
ډاکټر شېرزاد وويل،چې ډاکټرانو يې د اختر په ورڅو کې دوه وخته نوکريوالي ترسره کوله او د ټپيانو ښه درملنه يې کړې ده.
د لغمان د قرغيو ولسوالۍ يوتن اوسېدونکي ميرويس پژواک اژانس ته وويل، چې داختر په ورځ په يوه ترافيکي پېښه کې يې د زوې پښه ماته او اوس په روغتون کې بستر دى.
نوموړي پر موټر چلوونکو نيوکه وکړه، چې ترافيکي قوانين نه مراعاتوي او په بې غوره موټرې چلوي.
د ننګرهار د ترافيکو د مديريت مرستيال حاجي الله نظر پژواک اژانس ته وويل، چې په دې پېښو کې د ټپيانو ترڅنګ دوه تنه مړه شوي هم دي.
هغه زياته کړه، چې د اختر په ورځو کې دوى ٥٥ موټر چلوونکي ،چې اسناد يې نه درلود، نيولي او څارنوالى ته يې معرفي کړي دي.
بلخوا په هلمند ولايت کې هم داختر په ورځو کې د ترافيکي پېښو له امله شاوخوا ٣٠ تنه ټپيان شوي دي.
ددې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريد احمد فرهنګ پژواک ته وويل ، چې ډيرى ترافيکي پېښې د موټرسايکل چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې دي.
د دې ولايت د ترافيکو امر عبدالبادري هم يادې پېښې تاييدوي ،خو زياتوي چې د پخوا په پرتله کمې شوې دي.
د هغه په وينا، ډېرى پېښې د ملي اردو، پوليسو او ايساف ځواکونو د نظامي موټرو چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته کېږي.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن