ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکو د پاکستان پر وړاندې د خلکو وسلوال کېدل وغوښتل

30 Aug 2012 - 16:56
30 Aug 2012 - 16:56

کابل (پژواک، ٩ وږى ٩١): په کابل کې لاريون کوونکو د پاکستان د راکټي بريدونو پر وړاندې د کونړ د خلکو د جهاد له اعلان څخه ملاتړ وکړ او له دولت څخه يې غوښتنه وکړه، چې خلکو ته وسلې ورکړي ترڅو د پاکستان د مداخلو پر وړاندې له خپل هېواد څخه دفاع وکړي.

له تېر يو نيم کال راهيسې په وقفه يي ډول د افغانستان پر کونړ او ځينو نورو سرحدي سيمو د پاکستان راکټي بريدونه ادامه لري، چې له امله يې سلګونه تنو ته مرګ ژوبله اوښتنې او ١٥٠٠ کورنۍ د خپلو سيمو پرېښودو ته اړې شوې دي.

د سيمه ييزو مسوولينو په وينا، د وروستي ځل لپاره تېره ورځ له پاکستان څخه د کونړ پر دانګام او ناړۍ ولسواليو ١٥٠ راکټي بريدونه شوي، چې ډېر زيانونه يې له ځان سره درلودل.

د لاريون کوونکو شمېر، چې له زرو څخه ډېر وو، د ملګرو ملتونو سازمان د امنيت شورا، د اسلامي هېوادونو له سازمان، د اروپا له اتحاديې، امريکا او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتنه وکړه، چې د پاکستان راکټي بريدونه وغندي او د پاکستان د راکټي بريدونو مخنيوى وکړي.

هغوى خبردارى ورکړ، که دولت د دغو بريدونو پر وړاندې جدي اقدام ونه کړي خلک به چوپ پاتې نه شي او د دغو مداخلو پر وړاندې به لاس په کار شي.

دغه لاريون د مشارکت ملي ګوند له خوا نن (د وږي ٩مه) په لاره اچول شوى و، چې د خيرخانې مېنې د لب جر له سيمې پيل او د سليم کاروان په څلورلارې کې د پاکستان د ولسمشر او د استخباراتو (ISI) د مشر د تصويرونو په سوځولو پاى ته ورسېد.

د مشارکت ملي ګوند مشر نجيب الله کابلي خبردارى ورکړ، که د پاکستان راکټي بريدونه بند نه شي، خلک به د پاکستان پر وړاندې پر وسلوال اقدام لاس پورې کړي او څنګه چې د شوروي د يرغل پرمهال د افغانانو پر وړاندې ماته وخوړه، ډېر ژر به دغه شان د پاکستان مداخله کوونکى حکومت له دننه ټوټې ټوټې شي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کونړ د خلکو درد د ټولو افغانانو ګډ درد دى او د ننني لاريون اساسي موخه دا ده، چې ټول افغانان سره يوځاى شي او له خپل هېواد څخه د پاکستان پر وړاندې دفاع وکړي او د اى. اېس. اى پر وړاندې جدي مبارزه پيل کړي.

تېره اوونۍ په کونړ ولايت کې سلګونو ديني عالمانو او قومي مشرانو د يوې غونډې په ترڅ کې د پاکستان پر وړاندې د جهاد اعلان وکړ او ديني عالمانو وويل، چې د بريدکوونکي هېواد پر وړاندې مقابله په اسلامي شريعت کې جواز لري.

کابلي وويل: “موږ د ملګرو ملتونو د امنيت له شورا غواړو، چې بېړنۍ غونډه وکړي او د پاکستان راکټي بريدونه وغندي، زموږ خلک بايد سره يوځاى شي او له شک پرته څنګه مو چې شوروي ته ماتې ورکړه، دغه شان به پاکستان ته هم ماته ورکوو.))

د ولسي جرګې دغه پخواني غړي زياته کړه، چې له دې وروسته به افغانان د پاکستان د راکټي بريدونو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي او په ټول هېواد کې به د پاکستان پر وړاندې پراخ لاريونونه پيل کړي.

د عبدالجميل په نوم يوه لاريون کوونکي وويل، چې پاکستان په ناځوانه ډول د افغانستان پر خاورې بريدونه کوي او بايد چې د نورو ولاياتو خلک د کونړ د خلکو ترڅنګ ودرېږي.

ده هم وويل، چې د ننني لاريون اساسي موخه د کونړ د خلکو د جهاد له اعلان څخه ملاتړ دى.

هغه، ځان پخوانې جهادي قوماندان معرفي کړ او زياته يې کړه: “موږ د کونړ د خلکو ترڅنګ ولاړ يو او له دولته غواړو موږ ته وسلې راکړي ترڅو له خپلې خاورې دفاع وکړو، لکه څنګه چې د روسانو پر وړاندې له خپل مال او سر څخه تېر شو د پاکستان پر وړاندې هم له خپل مال او سر څخه تېر يو.))

د صفي الله قريشي په نوم يوه بل لاريون کوونکي له دولته غوښتنه وکړه، چې د پاکستان د راکټي بريدونو پر وړاندې جدي اقدام وکړي او کنه پرته د کونړ ولايت له خلکو څخه د دفاع په موخه خلک له کابل څخه حرکت کوي.

هغه خبردارى ورکړ، که دولت او د ملګرو ملتونو سازمان د پاکستان د راکټي بريدونو پر وړاندې اقدام ونه کړي، خلک به پر وسلوال اقدام لاس پورې کړي.

لاريون کوونکو په اخيره کې يو پرېکړه ليک هم صادر کړ، چې په يوې برخې کې يې راغلي و “بهرني ځواکونه د دې لپاره افغانستان ته راغلل، ترڅو د بهرنيو بريدونو پر وړاندې له افغانستان څخه دفاع وکړي، خو په خواشينۍ سره نن د بشريت ضد بريدونه له پاکستانه پر افغانستان رهبري کېږي خو د بهرني ځواکونو او نړيوالې ټولنې يې پر وړاندې چوپتيا غوره کړې ده. “

د پرېکړه ليک په بله برخه کې ويل شوي: “په ښکاره ډول زموږ په هېواد کې د راکټي بريدونو له امله بېګناه ماشومان، د ښوونځي استادان، ښځې او نور ملکي خلک وژل کېږي، ولې ټولو چوپتيا غوره کړې او د پاکستان له نوم څخه يادونه هم نه کوي؟ په کونړ کې واړه او لويان د پاکستان د راکټي بريدونو قرباني شول او که دولت او ملګري ملتونه په دې اړه نور هم خپلې بې پروايۍ ته ادامه ورکړي، خلک به خپله تصميم ونيسي. “

د يادونې ده، چې پنځه ورځې وړاندې د ملي وفاق ګوند او په شرقي ولاياتو کې پخواني سرحدي قوماندان امين الله امرخېل د پاکستان د راکټي بريدونو پر وړاندې د خلکو له يوځاى کېدو ملاتړ وکړ او ويې ويل، چې ډېر ژر به له هېواد څخه د دفاع په موخه د ځوانانو نومليکنه پيل کړي.

د روانې مياشتې په لومړيو کې د کونړ ځوانانو د پاکستان له راکټي بريدونو د دفاع په موخه نوم ليکنه پيل کړې ده.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version