ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل – جلال آباد پر لويه لاره د چاودنې مخه ونيول شوه

1 Sep 2012 - 15:32
1 Sep 2012 - 15:32

کابل ( پژواک، ١١ وږى ٩١): پوليس وايي، چې د کابل د سروبي ولسوالۍ د تونل په ساحه کې يې د چاودېدونکو توکو په کشفولو سره ديوې چاودنې مخه نيولې ده .

 په هغه خبرپاڼه کې، چې نن ( د وږي ١١مه) د کابل د ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ له خوا پژواک خبري اژانس ته رسېدلې، راغلي ، چې ٢٠ کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي په يوه سطل او ١٥ ليتره بوشکه کې، له دوه ساده نوکيا موبايلونو سره د سروبي د خاکي تونل په ساحه کې په ماهرانه ډول ځاى پر ځاى شوي وو، چې د زون د پوليسو لخوا کشف او شنډ کړاى شول.

سرچينې زياته کړې ده، چې دغه چاودېدونکو توکي د سولې د دښمنانو لخوا ، د ترهګريزو بريدونو لخوا ځاى پر ځاى شوي وو.

 خبرپاڼې په دې اړه، چې د قضيې په اړه څوک نيول شوي او که نه ؟ څه نه دي ويلي، خو زياته کړې يې ده، چې په دې اړه څېړنې روانې دي.

 د يادونې ده، چې تېر کال د سلواغې په مياشت کې له چاودېدونکو توکو ډک يو کرولا موټر، چې د اکمالاتي کاروان د الوځولو په موخه په همدې تونل کې درول شوى و ، هم د ١٠١ اسمايي زون د پوليسو لخوا کشف او شنډ کړاى شو.

Views: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version