ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ايساف : دترينکوټ عمليات مو له افغان چارواکو سره په ګډه پلان کړي وو

2 Sep 2012 - 11:55
2 Sep 2012 - 11:55

کابل-ترينکوت (پژواک ١٢ وږى ٩١): ايساف وايي، چې په اروزګان ولايت کې يې وړمه شپه د وسلوالو مخالفينو پر ضد د دغه ولايت د والي په مشوره عمليات ترسره کړل، خو د اروزګان د ولايت مقام دا ادعا ردوي.

وړمه شپه دايساف اسټراليايي ځواکونو د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار اړوند سيمه کې عمليات ترسره کړي، په ترڅ کې يې د يوه ٧٠ کلن سپين ږيري په ګډون يې دوه تنه ووژل شول او يو شمېر نور يې ژوندي نيولي وو.

ولسمشر حامد کرزي پرون دغه عمليات په کلکه وغندل او دا يې له ناټو سره د افغانستان د حکومت له هغه تفاهم نامې سرغړونه بللې وه، چې له دې وروسته به ايساف شپني عمليات نه ترسره کوي.

خو په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د وږي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپانه کې راغلي، چې په ترينکوټ ښار کې ياد عمليات له افغان چارواکو سره په ګډه پلان او د اروزګان د والي له منظورۍ وروسته په لاره اچول شوي وو.

سرچينې زياته کړې، چې دا بريالي عمليات يې د کره استخباراتي معلوماتو پر اساس د هغو مخالفينو پر ضد ترسره کړي چې په دغه ولايت کې يې څو ورځې مخکې د درېيو اسټراليايي سرتېرو په وژلو کې يې لاس درلود.

يوه تن چې د ملي اردو جامې يې اغوستې وې، د وږي په ٨مه يې په دغه ولايت کې پر اسټراليايي سرتېرو ډزې کړې وې، درې يې ووژل، دوه يې ټپيان کړل او په خپله له سيمې په تېښته بريالى شوى و.

د ايساف په خبرپاڼه کې راغلي: ((موږ د دغو جرئتمنو اسټراليايي سرتېرو له کورنيو سره په دې غم کې شريک يو، له هغوى سره غمشريکي کوو، دغو سرتېرو د افغانستان د خلکو د ښې راتلونکې لپاره خپل ژوند له لاسه ورکړ.))

سرچينې زياته کړې، چې ياد عمليات له افغان امنيتي ځواکونو سره په همغږۍ او د ((اوږه په اوږه)) همکاريو له مخې ترسره شوي چې په ترڅ کې يې يو داسې تن نيول شوى، چې په داخلي بريدونو،  د ماينونو په خښولو، تښتونو او د عامو وګړو په وژلو کې يې لاس درلود.

خو د اروزګان ولايت د ايساف دا ټولې ادعاوې ردوي او وايي، چې ياد عمليات له دوى سره نه وو شريک شوي.

د اروزګان د والي وياند عبدالله همت پژواک اژانس ته وويل، چې دا عمليات له ولايت مقام سره نه وو شريک شوي، نه مشوره شوې او نه هم په غمغږۍ ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه: ((موږ له بهرنيانو سره داسې تفاهم لرو، چې عمليات بايد په ګډه ترسره شي، خو د وړمې شپې په عملياتو کې له دغه تفاهم څخه سرغړونه شوې ده.))

نوموړى وايي، چې د ولايت مقام پر دې پېښې خواشينى شوى او والي له پېښې وروسته په دې ولايت کې د اسټراليايي ځواکونو له قوماندان څخه سپيناوى هم وغوښت.

همت د ايساف هغه ادعا هم رد کړه، چې ګوندې وژل شوي او نيول شوي کسان په هغه بريد کې لاس درلود، چې درې اسټراليايي سرتېري په کې وژل شوي وو.

د والي وياند زياته کړه، چې د والي په هلو ځلو نيول شوي کسان خوشي شوي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version