ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد له ځينو زندانونو ٢٥٤ بنديان خوشي شول

3 Sep 2012 - 16:29
3 Sep 2012 - 16:29

جلال اباد-مزار-غزني (پژواک ١٣ وږى ٩١): د ولسمشر کرزي د اختر او خپلواکۍ د ورځې په وياړ د ٥٤ مې ګڼې فرمان له مخې د څلورو ولايتونو له زندانونو څخه ٢٥٤ بنديان خوشي شول.

ولسمشر حامد کرزي د نېکمرغه کوچني اختر او د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د ٥٤ مې ګڼې فرمان له مخې د هېواد په ځينو سيمو کې د ګڼ شمېر بنديانو د خوشي کولو او يو شمېر نورو د بند په موده کې د کموالي اعلان کړى و.

په دې لړ کې نن د ننګرهار ولايت له محبس څخه ٩٦ بنديان ازاد او د ٨١ نورو د بند په موده کې کموالى راغى.

د دغه محبس مدير سمونوال عبدالولي حصارک د وږي په ١٣مه پژواک اژانس ته وويل، چې په دغو بنديانو کې دوه ښځې او ٨ ماشومان هم شامل دي.

هغه زياته کړه، چې ازاد شوي بنديان ټول د جنايي جرمونو بنديان وو، چې نن ورځ خوشي شول.

نوموړي وويل، چې اته سوه بنديانو ته د محبس دننه د فلز کارۍ، نجارۍ، غالۍ جوړونې او ګلدوزۍ زده کړې ورکوي.

حصارک وايي: ((هر تن چې څومره ګټه کوي، د هغې ٦٠سلنه خپله اخلي او پاتې نور يې دولت ته ورکوي.))

د سيد ابرار سعيدي په نوم يوه خوشي شوي بندي پژواک اژانس ته وويل، چې د غلا په جرم نيول شوى و.

هغه زياته کړه، چې محکمې پرې پنځه کاله قيد ويستى و، چې له ياد بنده يې ٢٢ مياشتې تېرې کړې وې او پاتې نور يې د ولسمشر کرزي د فرمان په ذريعه ختم شو.

د يادونې ده چې په ننګرهار محبس کې ١٢٨٩ بنديان د بند ورځې شپې سبا کوي، چې له دې ډلې ٢٠ ښځينه او پاتې نور نارينه بنديان دي.

دغه راز نن د بلخ ولايت له زندان څخه هم د ازادۍ د ورځې او د كوچني اختر په وياړ ۷۵ بنديان د ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې خوشي شول.

د دغه ولايت د مركزي زندان مشر جنرال عبدالله عزيزي وويل، چې د ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې د ملي اردو د دوه سرتېرو په ګډون ۵۶ نارينه، ۱۲مېرمنې او ۷ ماشومان خوشي شول.

نوموړي زياته كړه، چې دغه كسان د بېلابېلو جرمونو له امله پر بند محكوم شوي وو، چې د بند د مودې د كمښت له امله خوشي كړاى شول.

سالم خان چې له تېرو دوو كلونو د تراٌفيكي پېښې له امله د قتل په تور بندي كړاى شوى و، په خپلې خوشې كېدو خوښ و.

نوموړي پژواك اژانس ته وويل، چې د ده د بند موده اته مياشتې نوره هم پاتې وه، چې د ولسمشر د فرمان له مخې ورته معاف شوه.

د هغه په وينا، د بند په موده کې يې ډېر څه زده كړل او له دې وروسته هڅه كوي، چې ژوند په سمه توګه پر مخ يوسي.

 همدارنګه د سمنګانو ولايت د څارنوالۍ رييس غلام صديق شفق وايي، چې د ياد فرمان له مخې، دوې ښځې او ٣٥ نارينه بنديان نن له بند څخه خوشي شول.

دغه راز ده وويل، چې د ياد فرمان له مخې، په دغه ولايت کې د ١٧ بنديانو د بند په موده کې له درېيو تر شپږو مياشتو کمښت راغلى دى.

 د ولسمشر د فرمان له مخې، پرون د غزني له عمومي محبس څخه هم ۴۶ بنديان خوشي شوي دي. 

Views: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version