ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه د کندوز د بريد تر شا د ځينو کړيو لاس بولي

3 Sep 2012 - 16:48
3 Sep 2012 - 16:48

کابل (پژواک ١٣ وږى ٩١): ولسي جرګه، په کندوز کې د ناقانونه وسلوالو په بريد کې د ملکي وکړو وژنه څېړي او ځيني غړي يې وايي، چې د دغه بريد تر شا د ځانګړو کړيو لاس دى.

د کندوز والي محمدانور جنګدلک تېره ورځ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د وږى په ١١مه د کندوز ښار اړوند د کنمو په سيمه کې وسلوالو طالبانو د خپلسرو غيرقانوني وسلوالو يو تن وژلى و او مړى يې په سيمه کې غورځولى و.

د ده په وينا، دغو غيرقانوني وسلوالو، چې شمېر يې له شلو ډېر وو، د کنمو په سيمه کې د خپل ملګري په غچ کې پر عامو وګړو ډزې وکړې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغو ډزو کې لس عام وګړي وژل شوي او اووه نور ټپي دي.

د ولسي جرګې غړو په نننۍ عمومي غونډه کې په دې اړه سخت غبرګون وښود.

په دې جرګه کې د کندوز استازي انجنير کمال وويل، چې په بريد کې وژل شوي ټول پښتانه دي.

د ده په وينا، دا کار ځکه شوى؛ چې ځينې کړۍ هڅه کوي په شمال کې پښتانه پر نورو قومونو ووژني.

هغه د يادو کړيو په اړه د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل: ((په شمال کې د طالب غچ له پښتون څخه اخيستل کېږي، ټول پښتانه طالبان نه دي او نه ټول طالبان پښتانه دي.))

ده له ولسي جرګې غوښتنه وکړه، چې د کندوز د يادې پېښې د څېړلو لپاره پلاوى وټاکي.

کمال پر ولسمشر حامد کرزي غږ وکړ، چې اړوندو ارګانونو ته هدايت ورکړي، ترڅو د دغه شان پېښو د رامنځته کېدو مخه ونيسي”که نه په شمال کې به قومي جنګونه ډېر ژر شروع شي.”

 په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازې آرين يون د کندوز ياد بريد يو ستر او نه هېرېدونکى جنايت وباله او ويې ويل، چې دغه شان کړنې د يو شمېر ځانګړو کړيو او ځينو هغو کسانو په ملاتړ ترسره کېږي، چې په دولت کې کار کوي.

دې هم د يادو کړيو او کسانو په اړه د نورو معلوماتو له ورکولو پرته زياته کړه: ((د وسلوالو مخالفينو دريځ خو معلوم دى، چې له دولت سره جنګيږي، خو د دغه شان کسانو شتون د حکومت په چوکاټ کې حکومت له منځه خرابوي.))

د دې په اند، په دولت کې اتيا سلنه هغه کسان دي، چې د خپل ځان خير د قومونو په تعصب او جګړو کې ګوري.

يون وايي، چې د قانون منګولو ته د داسې کسانو سپارل هم ستونزمن ځکه دي؛ چې په دولت کې پر لوړو څوکيو کار کوي.

يون له ملت څخه غوښتنه وکړه، چې د داسې کسانو پر وړاندې راپاڅي او جدي مبارزه وکړي.

په ولسي جرګه کې د کندوز استازې فاطمه عزيز بيا وايي، چې د کندوز په ياد بريد کې يواځې پښتانه نه بلکې د نورو قومونو کسان هم وژل شوي دي.

هغه وايي، چې دغه پېښه غيرمسوولو کسانو ته د وسلو د وېش له امله رامنځته شوې ده.

دې زياته کړه: ((زه نه پوهېږم، چې دغه وسلې څوک دوى ته ورکوي، حکومت يې هم ترې نه ټولوي.))

هغې له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې له ناقانونه وسلوالو وسلې ټولې کړي، ترڅو د نورو دا ډول پېښو مخه ونيول شي.

په ولسي جرګه کې د کندوز استازي او د دې جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي هم وويل، چې په کندوز کې ملکي وګړي ناقانونه وسلوالو وژلي دي.

ابراهيمي زياته کړه، چې په دې وروستيو کې په کندوز او د هېواد په ځينو نورو ولايتونو کې امنيتي وضعيت د پخوا په پرتله ډېر خراب شوى دى.

يو شمېر نورو وکيلانو هم د کندوز بريد په کلکه وغانده او له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه، چې عاملين يې پيدا او جزا ورکړي.

د ولسي جرګې مشر وويل، چې د کندوز د پېښې په اړه به د دغه ولايت استازي په خپل منځ کې له بحث وروسته د جرګې له غړو يو پلاوى وټاکې، تر څو دغه پېښه له نږدې وڅېړي.

د يادونې ده، چې له دې مخکې هم د دغه ولايت اوسېدونکو له ناقانونه خپلسرو وسلوالو او سيمه ييزو پوليسو “اربکيانو” څخه شکايتونه کړي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version