ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دوربابا په ځانمرګي بريد کې د مرګ ژوبلې شمېره ٩٠ تنو ته لوړه شوه

5 Sep 2012 - 11:25
5 Sep 2012 - 11:25

جلال اباد (پژواک ١٥ وږى ٩١): د ننګرهار د عامې روغتيا چارواکي وايي، چې د دور بابا د ځانمرګي بريد د مرګ ژوبلې شمېر ٩٠ تنو ته ورسېد .

تېره ورځ ماسپيښين مهال شاوخوا درې بجې د ننګرهار ولايت په دور بابا ولسوالۍ کې د جنازې په مراسمو کې ځانمرګى بريد وشو.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزي نن (د وږي ١٥ مه) پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى د وروستيو راپورونو له مخې ،په دغه پېښه کې د قربانيانو شمېره ٩٠ تنه ده، چې ٢٥ يې وژل شوي دي.

د هغه په وينا، په وژل شويو او ټپيانو کې د دوربابا د ولسوال ورور او زوى هم شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون ځايي چارواکيو د وژل شويو کسانو شمېره ٣٠ تنه او د ټپيانو ٥٠ تنه ښودلې وه.

د ننګرهار عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد پژواک اژانس ته وويل، چې د جلال اباد په ملکي روغتون او د غني خېلو ولسوالۍ په روغتون کې ٦٧ ټپيان بستر شوي، چې د څلورو يې روغتيايي حالت خراب دى.

د هغه په وينا، د جلال اباد حوزوي روغتون ته ١١ مړي ور وړل شوي او د هغو مړو په اړه معلومات نه لري، چې په سيمه کې پاتې دي.

د دوربابا ولسوال حاجي همېشه ګل شينواري پژواک اژانس ته وويل، چې د سيمې د يوه قومي مخور حاجي رفيع الله په جنازه کې يې ګډون کړى و، چې د جنازې د لمانځه پرمهال يوه پلي ځانمرګي ځان د جنازې تر کټه پورې را ورساوه.

نوموړي زياته کړه، چې د جنازې نيت تړل کيده، چې د ده ورور د ځانمرګي د نېولو هڅه وکړه، خو هغه په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.

د عامې روغتيا په روغتون کې يوه ټپي شوي او د پېښې عيني شاهد امين شاه پژواک ته وويل، چې د ځانمرګي موخه ولسوال و.

ده زياته کړه، چې د جنازې په ځاى کې هره خوا د خلکو اندامونه پراته وو.

نوموړى وايي: ((چاودنه دومره زوروره وه،چې د خلکو په سترګو يې توره شپه راوسته.))

د ننګرهار د سرې مياشتې ټولنې رييس ننګيالي يوسفزي پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى د رضاکارانو په ګډون نږدې پنځوس تنو د عامې روغتيا په روغتون کې ناروغانو ته وړيا وينه ورکړه.

د ولايت د مقام د يوې اعلاميې له مخې، د پېښې په تړاو دوه تنه شکمن په سيمه کې نيول شوي دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version