ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: حزب اسلامي سياسي لوبه پيل کړې ده

5 Sep 2012 - 15:58
5 Sep 2012 - 15:58

کابل (پژواک ١٥ وږى ٩١): د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان د افغانستان د خپلواکۍ په نمانځغونډه کې د حکمتيار د استازو د ګډون په اړه بېلابېل نظرونه لري.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت له خوا تېره شپه د هېواد د ٩٣مې خپلواکۍ کاليزې په وياړ نمانځغونډه جوړه شوې وه، چې په کې د افغان او پاکستاني چارواکو، ډيپلوماتانو او د پاکستاني سياسي ګوندونو ترڅنګ د انجنير حکمتيار په مشرۍ د دولت د مخالفې وسلوالې ډلې حزب اسلامي استازو ډاکټر غيرت بهيرت او قطب الدين هلال هم ګډون کړى و.

د حزب استازو په دې دولتي غونډه کې په داسې حال کې ګډون کړى، چې په خپله د دې ډلې مشر انجنير حکمتيار د تېر کوچني اختر په پيغام کې سخت دريځ خپل کړى و او پر روانې جګړې يې ټينګار کړى و.

نوموړي دغه راز پر ولسمشر او دولت هم سختې نيوکې کړې وې او دا يې له فساده ډک دولت بللى و.

دا چې د حزب اسلامي يادو غړو په دولتي غونډه کې ولې ګډون کړى، د سياسي چارو کارپوهان په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.

د سياسي چارو کارپوه محمدحسن حقيار پژواک اژانس ته وويل، چې د حزب اسلامي مشر انجنير ګلبدين حکمتيار په تازه څرګندونو کې ويلي، چې تر هغې به جګړې ته ادامه ورکوي، څو يو بهرنى سرتېرى په افغانستان کې مېشت وي.

د هغه په وينا، د حکمتيار له يادو څرګندونو او په اسلام اباد کې د افغانستان د خپلواکۍ ورځې په نمانځغونډه کې د ياد حزب د مهمو غړو ګډون څرګندوي چې د حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي له افغان دولت سره نه، بلکې له بهرنيانو سره ستونزه لري.

نوموړي زياته کړه، چې په دغه ګډون سره حزب اسلامي افغان دولت ته خپل ښه نيت په ډاګه کړ او له دې معلوميږي، چې که بهرنيان نه وي، نو د حزب اسلامي او فغان دولت ترمنځ سوله او تفاهم ژر شونى دى.

حقيار وويل: ((حزب اسلامي هم افغانان دي او افغاني ارزښتونو ته درناوى لري او د خپلواکۍ ورځې نمانځنه يو ملي او افغاني ارزښت دى.))

د ده په خبره، د غيرت بهير او قطب الدين هلال دا لومړى ځل نه دى، چې له افغان چارواکو سره ليدنې او ناستې لري، بلکې له دې مخکې يې څو ځلې کابل ته سفرونه کړي او د ولسمشر په ګډون يې له بېلابېلو اړخونو او چارواکو سره کتلي دي.

د سياسي چارو يو بل کارپوه امين الله شارق هم وايي، چې حزب اسلامي په اوس وخت کې دوه مخى رول لوبوي او دواړه غاړې پر مخ وړي.

د هغه په وينا، د خپلواکۍ ورځ يوه ملي ورځ ده او ښايي له همدې امله د حزب اسلامي استازو په کې ګډون کړى وي.

نوموړي زياته کړه، چې د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار او غيرت بهير په څرګندونو کې هم کله نا کله اختلاف رامنځ ته کېږي، چې دا کار د پوښتنې وړ دى.

ده هم وويل، چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفير د حزب اسلامي مخينه لري او د پخوانيو اړيکو او ملګرتيا له امله به اوس هم هلته له حزب سره اړيکې لري او ليدنې کتنې به ورسره کوي.

د سياسي چارو کارپوه محمديونس فکور بيا پژواک اژانس ته وويل، چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفير محمدعمر داودزى د حزب اسلامي مخينه لري او ولسمشر کرزي د سياسي لوبې لپاره ټاکلى دى.

د هغه په وينا، ولسمشر کرزى يا غواړي له حزب اسلامي سره خپلې اړيکې نږدې کړي او يا هم غواړي په ياد حزب کې اختلافات رامنځ ته کړي.

نوموړي زياته کړه، چې غيرت بهير او ورسره ډله يې، د حکمتيار په مشرۍ له حزب اسلامي سره يې په وروستيو کې ځيني ټکرونه رامنځ ته شوي دي.

د فکور په خبره، د حزب اسلامي مشر انجنير ګلبدين حکمتيار په تازه څرګندونو کې پر افغان حکومت ډېرې سختې نيوکې کړې، د جګړې پر دوام يې ټينګار کړى، ځانمرګي بريدونه يې روا بللي، خو د غيرت بهير او ملګري يې په داسې غونډې کې ګډون کوي، چې دا د پوښتنې وړ ده.

د افغان ملت ګوند پخوانى مشر محمدامين واکمن بيا وايي، چې دا ټولې چارې د حزب اسلامي د مشر انجنير ګلبدين حکمتيار په مشوره او خوښه ترسره کېږي.

د ده په خبره، حزب اسلامي غواړي د خپل پلان له مخې د بېلابېلو لارو په کارولو سره ځان واک ته ورسوي او دا چې په خپله حکمتيار د افغان دولت ضد څرګندونې کوي او غړي د همدغه دولت په غونډو کې ګډون کوي، هم د دوى د پلان يوه برخه ده.

هغه زياته کړه، چې د حزب اسلامي په دوه برخو وېشل او په دوو اړخونو کې درېدل هم د انجنير حکمتيار په خوښه ترسره کېږي او هغه له پاکستان، امريکا او افغان دولت سره پياوړې اړيکې لري.

Views: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version