ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قومونو پيوستون شورا په هېواد کې وروستۍ پېښې وغندلې

6 Sep 2012 - 17:52
6 Sep 2012 - 17:52

خوست ښار (پژواک ١٦ وږى ٩١): د قومونو پيوستون شورا په هېواد کې وروستۍ ملکي مرګ ژوبلې او پر کونړ د پاکستان له لوري بريدونه وغندل او د خوست له ولايتي ادارې يې خپل ملاتړ اعلان کړ.

دغه غونډه، چې نن (د وږي ١٦مه) د افغانستان د قومونو پيوستون شورا د خوست په مرکزي دفتر کې جوړه کړې وه، د خوست له بېلابېلو ولسواليو له يو زر څخه ډېرو قومي مشرانو، ديني عالمانو، محصلينو او ځوانانو په کې ګډون کړى و.

په غونډه کې د خوست يوه مشهور ديني عالم او جهادي شخصيت مولوي ګلاب شاه حقبين وويل: ((موږ ته په کار ده، چې له خپل اسلامي نظام څخه ملاتړ وکړو او امرونو ته يې غاړه کېږدو.))

د هغه په وينا، دا چې د هېواد ولسمشر په وروستيو کې پر نورو سربېره د اداري فساد پر ضد فرمان صادر کړی، يو ښه ګام دی او د خوست ټول ديني عالمان د دغه فرمان په پلې کېدو کې همکارۍ ته تيار دي.

نوموړي زياته کړه، چې د خوست ولايت اداره، چې پخوا يې هم د اداري فساد پر وړاندې مبازره کړې، زرګونه جريبه دولتې ځمکې يې له غاصبينو خلاصې کړې، د دې جوګه دى، چې د ياد فرمان په پلي کېدو کې به بريالى شي.

 د افغانستان د قومونو پيوستون شورا مشر غازي نواز تڼي بيا په خپلو خبرو کې وويل، چې شورا يې په ننګرهار او کندوز ولايتونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله په کلکه غندي.

د ده په خبره، د پاکستان د پوځ له لوري د افغانستان پر خاوره د توپچي بريدونه، چې بې ګناه افغانان په کې وژل کېږي، هم په کلکه غندي او د پاکستان له دولت څخه يې د بندېدو غوښتنه کوي.

تڼي وويل، چې د ولسمشر له لوري د وروستي د ۴۵ ګڼې فرمان ننګه کوي او له دولتي ادارو غوښتنه کوي، چې د پلي کېدو په موخه يې په په همغږۍ له زړه هلې ځلې وکړي.

نوموړي زياته کړه: ((د افغانستان د قومونو پيوستون شورا د خوست د ولايتي ادارې له کړنو خوښه ده او غواړي، چې خپلې چارې نورې هم منظمې او د خوست د پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکي ګامونه پورته کړي.))

د غازي نواز په خبره، چې په وروستيو کې د خوست امنيت ښه شوی، د بيارغونې کارونه روان دي، تر بل هر وخت د دولتي ارګانونو ترمنځ همغږي ډېره ده، د اداري فساد پر ضد مبارزه روانه ده او زرګونه جريبه غصب شوې دولتي ځمکې خلاصې شوې.

ده پر مرکزي دولت او مرسته کوونکو هېوادونو غږ وکړ، چې د خوست له سيمه ييزې ادارې سره مرستې نورې هم ډېرې کړي، ترڅو خوست مېشتو ته ښه خدمتونه وړاندې کړي.

د سپېرې ولسوالۍ يوه قومي مشر ولي خان هم وويل، چې په خوست کې پر نورو سربېره امنيت ښه شوی او اوس کولای شي هر وخت يې، چې زړه وغواړي له خپلې ولسوالۍ خوست ښار ته تګ راتګ وکړي.

نوموړی وايي، پخوا د نا امنيو له امله ښار ته راکډه شوي وو، خو اوس چې امنيت ښه شوی، بېرته خپلې کلي ته تللی او هلته له خپلو کليوالو سره په ګډه ژوند کوي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د غونډې برخه والو له لوري يو پنځه ماده ييز پرېکړه ليک هم صادر شو، چې د ولسمشر د وروستي فرمان، د اداري فساد پر ضد د مبارزې، د پاکستان له لوري د توپچي بريدونو د بنديدو، د خوست له ولايتي ادارې ملاتړ او په هيواد کې د وروستيو پېښو غندنه شوې وه.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version