ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بګرام زندان چارې افغان لوري ته وسپارل شوې

10 Sep 2012 - 12:53
10 Sep 2012 - 12:53

کابل (پژواک ٢٠ وږى ٩١): له امريکايي ځواکونو افغان ځواکونو ته د بګرام زندان مسؤوليتو نه نن د افغانستان د بيرغ په پورته کولو سره وسپارل شول. د بګرام زندان له ٢٠٠١ کال وروسته په پروان کې جوړ شو، چې د دولت وسلوال مخالفين په کې بنديان دي. د لېږد مراسم نن (د وږي ٢٠مه) له غرمې مخکې د افغان او امريکايي امنيتي چارواکو په حضور کې د افغانستان د بيرغ په پورته کولو سره ترسره شول. د بګرام د زندان قوماندان جنرال غلام فاروق بارکزي په دغو مراسمو کې وويل، چې په تېرو شپږو مياشتو کې څه باندې درې زره بنديان د بګرام له زندانه افغانانو ته سپارل شوي دي. هغه زياته کړه، چې افغان او امريکايي ځواکونو په دې موده کې هڅه کړې، څو د زندان د مسؤوليتونو د سپارلو پروسه په سمه توګه ترسره شي. جنرال بارکزي وويل: “موږ ژمنه کوو، چې د بنديانو ټول حقونه د هېواد د نافذه قوانينو او نړيوالو ميثافونو مطابق په پام کې ونيسو.” دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر حامد کرزي دوه ورځې مخکې په افغانستان کې د ايساف له عمومي قوماندان جنرال جان آلن او په کابل کې د امريکا له سفير جيمز کنينګم سره ليدنه کې وويل، چې له نړيوالو ځواکونو څخه افغانانو ته د بګرام زندان د چارو سپارل بايد د دوشنبې په ورځ (د وږي ٢٠مه) د شانداره مراسمو په ترڅ کې ترسره شي. هغه په ټاکلي وخت کې د بګرام زندان په سپارلو ټينګار کړى او ويلي يې دي، چې د دغه زندان په سپارلو کې ځنډ به د هېواد د ملي حاکميت تر پښو لاندې کول وي. ولسمشر کرزي دوه ورځې مخکې يو حکم هم منظور کړ، چې له مخې يې، له دې وروسته بهرني ځواکونه حق نه لري، چې په افغانستان کې زندان ولري. د بګرام له زندان څخه د بنديانو د لېږدولو پروسه د ١٣٩٠ کال د سلواغې په مياشت کې وروسته له هغه پيل شوه، چې ولسمشر کرزي له هغه يوه مياشت مخکې يوه کمېسيون ته دنده وسپارله، چې تر يوې مياشتې پورې د تېرو هوکړه ليکونو له مخې د بګرام زندان او ټولو هغو زندانونو د لېږدولو پروسه بشپړه کړي، چې د بهرنيانو په لاس کې دي. دا په داسې حال کې ده، چې د ملي دفاع وزارت درې ورځې مخکې ديوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل، چې د بګرام زندان د لېږدولو چارې په وروستي پړاو کې دي او اوسمهال يواځې ٣٤ بنديان په دغه زندان کې پاتې دي. هغه زياته کړه، چې د بګرام په زندان کې ٣٠٨٢ کسان بنديان وو، چې له دې ډلې ٣٠٠٦ تنه د هېواد زندانونو ته سپارل شوي او پاتې نور له لېږد مخکې خوشي شوي دي. د يادونې ده، چې د خلاصې ټولنې بنسټ (Open Society Foundation) وايي، چې په تېرو شپږو مياشتو کې د بګرام زندان څه باندې درې زره بنديان افغانانو ته سپارل شوي، خو امريکا له افغانستان سره د خپلو توافقاتو پر خلاف په دې موده کې ٦٠٠ نور افغانان بنديان کړي دي. د دغه بنسټ په وينا، افغانستان او امريکايان د هغو زندانونو په اړه ، چې د هغوى په لاس کې دي، د نظر اختلاف لري. سرچينې زياته کړې، چې امريکايي ځواکونه په پام کې لري، چې د بګرام زندان د دوو بلاکونو مسؤوليت په لاس کې ولري او دغه ځواکونه نه غواړي په ټاکلي وخت د بګرام زندان مسؤوليت په بشپړ ډول افغانانو ته وسپاري.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version