ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې د غونډو د تحريم له امله د پژواک خبريال وګواښل شو

10 Sep 2012 - 12:38
10 Sep 2012 - 12:38

کابل(پژواک ٢٠وږى ٩١): د ولسي جرګې د دارالانشا رييس د پژواک خبريال له دې امله څارنوالۍ ته په معرفي کېدو وګواښه، چې د خبريالانو په استازيتوب يې ددې جرګې د غونډو د تحريم د دوام پرېکړه اعلان کړه. په ولسي جرګه کې د کابل استازي بکتاش سياوش هم د خبريالانو په ملاتړ نن له غرمې مخکې په لسو بجو د نه خوړو اعتصاب وکړ. د ولسي جرګې د دوبي له رخصتيو وړاندې خبريالانو ته د ګالرۍ په نوم يو ځاى جوړ شوى و ، چې تالار ترې معلومېده او تصوير اخيستونکو ته اجازه ورکول کېده ، چې د تصوير اخيستو لپاره د غونډو تالار ته ننوځي . خو د دوبي له رخصتيو وروسته د خبريالانو لپاره د “ميډيا پول” په نوم د غونډو له تالار لرې يو ځاى جوړ شوى او خبريالان د جرګې د غونډو بهير د ټلوېزيون له لارې تر پوښښ لاندې راولي . د مېډيا پول تر جوړېدو وروسته ، کله کله د جرګې د غونډې بهير سانسور کېده او خبريالانو نه شواى کولاى، چې پوره معلومات تر لاسه کړي. خبريالانو په دې اړه مخکې څو ځله د ولسي جرګې غړيو او اداري پلاوى ته شکايت وکړ، خو ستونزه حل نه شوه . د کورنيو او بهرنيو رسينو خبريالانو او د ولسي جرګې ځينو غړيو ، د وږي په ١٥مه د جرګې د غونډو د بهير د سانسور په اعتراض کې ددې جرګې غونډه تحريم کړه. خبريالانو دا پرېکړه وروسته له هغه وکړه ، چې ددې جرګې پر يوه غړي د خبرو پر مهال مايک بند شو او تخنيکي کسانو د ميډيا پول په ټلويزيون کې د هغه د تصوير خپرول هم بند کړل. خبريالانو هغه مهال ويلي و، چې که ولسي جرګې تر دوشنبې ورځې د سانسور ستونزه حل نه کړه ، نو تحريم ته به دوام ورکوي. نن د ولسي جرګې د دارالانشا رييس خداى نظر نصرت خبريالانو ته وويل ، چې د خبريالانو ستونزې به حل کړي، خو خبريالان دې د مېډيا پول له لارې د جرګې د غونډو بهير تر پوښښ لاندې راولي. خو د پژواک خبري اژانس خبريال اباسين زهير، چې د نورو خبريالانو په استازيتوب يې خبرې کولې، غوښتنه وکړه ، چې خبريالانو ته د پخوا په څېر اجازه ورکړل شي، چې د ګالرۍ له لارې خبرونه تر پوښښ لاندې راولي. خو خداى نظر نصرت ، د پژواک خبريال ته وويل ، له دې امله يې څارنوالۍ ته معرفي کولاى شي ، چې خبريالان تحريم ته تحريکوي. خو بکتاش د دارالانشا رييس ته وويل ، چې خبريالان خپل حق غواړي او دى يې د ګواښلو حق نه لري. وروسته د دارالانشا رييس بکتاش ته وويل: (( ته اوس ما تهديدوې ، تا به هم څارنوالۍ ته معرفي کړم.)) وروسته بکتاش د خبريالانو په ملګرتيا د نه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړ او د ملي شورا د ودانۍ مخې ته يې خېمه ووهله . سياوش ويلي، اعتصاب ته به تر هغه دوام ورکړي ، چې سانسور پاى ته ورسيږي. د نور ټلوېزيون خبريال حميد صديقي،د آريانا ټلوېزيون خبريال جمايل فريد او د خورشيد ټلوېزيون خبريالې ګيتي محسني هم پر خداى نظر نصرت نيوکه وکړه او ويې ويل چې اباسين زهير د خبريالانو په استازيتوب خبرې کړې دي او څوک حق نه لري ،چې هغه څارنوالۍ ته په معرفي کېدو وګواښي. دوى وايى ، چې د تحريم د دوام پرېکړه د اباسين شخصي نظر نه ، بلکې د خبريالانو پرېکړه ده . رمضان بشردوست هم له خبريالانو سره په تحريم کې مل شوى او ويلي يې دي، چې د سانسور تر پايه د ولسي جرګې په غونډو کې ګډون نه کوي. د ولسى جرګې غونډې په داسې حال کې سانسور کيږي ، چې د اساسي قانون له مخې، د بيان آزادي له تېري څخه خوندي ده او د ملي شورا غونډې علني دي، مګر دا چې د مجلس رئيس يا لږ ترلږه د ملي شورا لس تنه غړي يې د سري تـوب پيشنهاد وكـړي او جـرګه دا پيشنهاد ومني.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version