ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څلور کانديد چارواکي ولسي جرګې ته وروپېژندل شول

12 Sep 2012 - 10:51
12 Sep 2012 - 10:51

کابل ( پژواک ٢٢وږى ٩١): د ولسمشر لومړي مرستيال ، د درېيو وزارتونو کانديد وزيران او د ملي امنيت کانديد رييس ، د باور رايې د ترلاسه کولو په موخه ولسي جرګې ته وروپېژندل .
ولسمشر حامد کرزي د وږي په ١٢مه د يوه ځانګړي فرمان له مخې ، بسم الله محمدي د ملي دفاع وزارت، مجتبي پتنګ د کورنيو چارو وزارت ، حاجي دين محمد د سرحدونو، قومونو او قبايلو وزارت او اسدالله خالد د ملي امنيت لوى رياست ته نومولي دي.
د ولسمشر لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم نن دغه څلور تنه ولسي جرګې ته وروپېژندل او د جرګې غړيو ته يې وويل ، چې جرګه يادو څلورو تنو ته دباور رايې ورکولو او نه ورکولو واک لري.
خو ده د جرګې غړيو ته په خطاب کې زياته کړه ، ښه به وي چې د هېواد حساسو حالاتو ته په پام سره دې کسانو ته د باور رايه ورکړي، تر څو خپل هېواد ته خدمت وکړي.
ده د چارواکيو په ټاکلو او د حکومت پر کړنو د څار په برخه کې د ولسي جرګه رول د پام وړ او مهم وباله او ويې ويل ،چې د جرګې کړنې او پرېکړې حکومت ته د احترام وړ دي .
د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي وويل ، چې ياد شوي کانديد چارواکي به د شنبې په ورځ ( د وږي ٢٥مه) جرګې ته خپل پلانونه وړاندې کړي او د جرګې غړي به د همدې ورځې په پاى کې د باور او يا د عدم باور رايه ورکړي.
ټاکل شوې وه ، چې دغه کانديد چارواکي تېره ورځ د پارلماني چارو وزير جرګې ته وروپېژني، خو جرګې خپلې غونډې ته ونه منل او ويل يې ، چې دغه کسان بايد ولسمشر او يا د هغه يو مرستيال جرګې ته معرفي کړي.
د يادونې ده ،چې تېره مياشت ولسي جرګې د ملي دفاع له وزير جنرال عبدالرحيم وردګ او د کورنيو چارو له وزير بسم الله محمدي څخه د باور رايه واخيسته.
دغه راز ولسمشر حامد کرزي څه موده مخکې د ملي امنيت لوى رييس رحمت الله نبيل له دندې ګوښه کړ او اعلان يې وکړ، چې هغه به په يوه بهرني هېواد کې د سفير په توګه نوې دنده پيل کړي.
د ملي امنيت رياست کانديد اسدالله خالد د سرحدونو ، قومونو او قبايلو چارو د وزير په توګه دنده تر سره کوله ، چې اوس يې پر ځاى د ولسمشر سلاکار حاجي دين محمد نومول شوى دى .

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version