ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانۍ د ډالرو پر وړاندې ټيټه شوې

13 Sep 2012 - 14:01
13 Sep 2012 - 14:01

کابل ښار (پژواک ٢٣ وږى ٩١): نن په کابل ښار کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالرو بيه د تېرې پنجشنبې په پرتله لوړه شوې، خو د لومړنيو خوراکي توکو، سروزرو او د سون توکو په بيه کې بدلون نه دى راغلى.
د کابل ښار د شهزاده سراى د يوه صراف احمدشاه د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٥٢،٥٠ افغانۍ ده.
په داسې حال کې چې تېره پنجشنبې د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٥١،٦٥ افغانۍ وه.
دغه صراف د افغانۍ پر وړاندۍ د ډالرو د بيې لوړېدل د کابل ښار په بازارونو کې د ډالرو کمېدل وبلل.
خو د پاکستانيو کلدارو او لومړنيو خوراکي توکو په بيه کې د تېرې پنجشنبې په پرتله بدلون نه دى راغلى.
تېره اونۍ زر پاکستانۍ کلدارې په ٥٤٥ افغانۍ بدلېدې او نن يې هم همدا بيه ده.
د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو د ټولنې د رييس فضل الرحمن د معلوماتو له مخې، نن د تېرې اونۍ په څېر په عمده ډول د يوې پنځوس کيلويي بورۍ برازيلۍ بورې بيه ١٨٠٠ افغانۍ او د پنځوس کيلو لومړۍ درجه سېله پاکستانۍ وريجو بيه ٣١٠٠ افغانۍ ده.
همدارنګه نوموړي زياته کړه، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يوه پنځه کيلويي پيپ مومن غوړيو بيه ٤٢٠ افغانۍ، د يو کيلو تور افريقايي چاى بيه ٢٠٠ افغانۍ او د يو کيلو شين اندونيزيايي چاى بيه ١٧٠ افغانۍ او د پنځوس کيلو پاکستاني اوړو بيه ١٠٤٥ افغانۍ ده.
خو د ځينو توکو د پرچون او عمده پلور بيه په ځينو ځايونو کې زيات او په ځينو کې کم توپير لري.
د کابل ښار د زمان خان کلا يو دوکاندار نثال احمد وايي، چې نن پنځوس کيلويي برازيلۍ بوره په ٢١٠٠ افغانۍ او پنځوس کيلو پاکستاني اوړه په ١١٥٠ افغانۍ پلوري.
همدارنګه نوموړي زياته کړه، چې نن د پنځوس کيلويي پاکستانۍ سېله وريجو بيه ٣٨٠٠ افغانۍ، د يو کيلو تور افريقايي چاى بيه ٢٤٠ افغانۍ، د يو کيلو شين اندونيزيايي چاى بيه ٢٠٠ افغانۍ او د پنځه کيلو مومن غوړيو بيه ٤٦٠ افغانۍ ده.
د سرو زرو او سون توکو په بيه کې هم د تېرې پنجشنبې په پرتله بدلون نه دى راغلى.
د کابل ښار د مريم لېسې بازار د سرو زرو يوه پلورونکي عبدالبصير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په شان د يو ګرام عربي سرو زرو بيه ٢٤٠٠ افغانۍ او د يو ګرام ايراني سرو زرو بيه ٢٠٥٠ افغانۍ ده.
د کابل ښار د تايمني څلورلارې د تېلو ټانک يوه تېل پلورونکي صديق الله وويل، چې نن د يو لېتر ډېزل او پټرول تېلو بيه ٥٦ افغانۍ ده او تېره پنجشنبې هم په همدې بيه پلورل کېدل.
نن هم د تېرې پنجشنبې په شان د کابل ښار په دوکانونو کې يو کيلو اوبلن ګاز له ٤٥ څخه تر ٥٠ افغانيو پورې پلورل کېږي.
همدارنګه د کابل ښار د درېيمې کارتې يوه لرګي پلورونکي محمدعلي وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په شان د يو خروار بې پوسته بلوط لرګيو بيه ٧٢٠٠ افغانۍ او د ارچې د يو خروار لرګيو بيه ٦٤٠٠ افغانۍ ده.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version