ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اچين ولسوالۍ اوسېدونکو له خپلو سيمو پاکستاني طالبان وشړل

16 Sep 2012 - 13:03
16 Sep 2012 - 13:03

جلال اباد ( پژواک، ٢٦ وږى ٩١) : د ننګرهار د اچين ولسوالۍ قومي مشران وايي، چې د سيمې اوسېدونکو يې د پاکستاني طالبانو پر ضد پاڅون کړى او له خپلو سيمو څخه يې وسلوال شړلي دي.
ددغې ولسوالۍ او شينوارو قومي مشر ملک عثمان شينواري د وږي په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ تر غرمې وروسته د شينوارو علي شېرخېل قوم او د پېښې سيمې اوسېدونکو د پاکستانيو وسلوالو پرضد وسلوال پاڅون وکړ.
هغه زياته کړه ، چې د پاکستان په خيبر ايجنسۍ کې د وسلوالو طالبانو د مشر منګل باغ له دوه سوو زيات وسلوال دغې ولسوالۍ ته را اوښتي او د خلکو په ځورونه يې لاس پورې کړى وو.
ملک عثمان وويل، چې د قوم دوه سوه وسلوالو ځوانانو د شنبې تر ماښامه وسلوال پاکستاني طالبان د خيبر ايجنسۍ تيرا سيمې ته په زور اړولي او اعلان يې کړى، چې له ډيورينډ کرښې دېخوا يو پاکستانى هم نه پريږدي.
نوموړى وايي : (( قام ننګ کړى دا زموږ لپاره د شرم خبره ده، چې وسلوال پاکستانيان مو په کلي کې ګرځي . ))
عثمان شينواري زياته کړه، چې قومي لښکر د کتار شاه پاچا، سرور شاه، نظر مير او سيدانوکي په نومونو د څلورو طالب پلويانو کورونه دقومي پرېکړې له مخې ورسوځولي، چې ولې يې پاکستاني طالبانو ته په خپله خاوره کې ځاى ورکړى دى.
د هغه په وينا، د يکشنبې په ورځ قوم دغې ولسوالۍ ته غځېدلې ټولې لارې تړلي او د پېښې په سيمه کې چيرته، چې د طالب وسلوالو کورونه سوځول شوي د شينوارو يوه ستره جرګه پيل شوې، چې پرېکړه به يې وروسته رسنيو ته ورکړل شي.
دغه قومي مشر وويل، په دې خاطر، چې په قوم کې بې نظمي رامنځ ته نه شي له جګړې پرته يې پاکستانيو وسلوالو ته خبر ورکړى، چې په روغه له کرښې واوړي او که نه وي و به وژل شي، ځکه تراوسه قومي پاڅون مرګ ژوبله نه لري.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزي پژواک ته ومنله، چې د شينوارو له شپږو ولسواليو څخه له دوربابا وروسته اچين هم د وسلوالو پر ضد پاڅون کړى دى.
هغه زياته کړه ، چې ولايتي اداره يې ددغه ډول پاڅونونو مرسته کوي، چې د هيواد خپلواکۍ پکې خوندي وي.
د دولت وسلوالو مخالفينو لا په دې اړه څه نه دي ويلي.
اچين د ننګرهار هغه ولسوالي ده، چې وړم کال هم وسلوال قومي لښکر د لوى اختر په وروځو کې په لسګونو مخالفين د ډيورينډ له کرښې واړول، چې اته تنه يې ووژل او يوولس تنه يې ژوندي ونيول.
دوه اونۍ مخکې اچين ته څېرمه په دوربابا کې وسلوال پاڅون وشو، چې څو ورځې وروسته ورپسې د جنازې په مراسمو کې ځانمرګي بريد نږدې سلو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version