ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شوراب په بريد کې د ناټو شپږ جنګي الوتکې له منځه وړل شوي

16 Sep 2012 - 12:23
16 Sep 2012 - 12:23

کابل ( پژواک ٢٦ وږى ٩١ ) : ايساف وايي، چې د هلمند پر شوراب پوځي مرکز د وسلوالو طالبانو په ډله ييزو بريدونو کې ددوى شپږ جنګي الوتکې له منځه تللې دي.
يوه ډله وسلوالو طالبانو، چې په سپکو ، درنو وسلو، ځانمرګيو واسکټونو او لاسي بمونو سمبال وو، وړمه شپه د هلمند د ګرشک ولسوالۍ د شوراب پر بوسټيان پوځي مرکز ډله ييز بريد کړى و، ايساف ويلي و ، چې په دې بريد کې يې دوه سرتېري وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
خو وسلوالو طالبانو دلسګونو بهرنيو سرتېرو د وژلو ادعاوې کړې دي او د ګڼ شمېر پوځي الوتکو د له منځه وړلو ادعا يې هم کړې ده.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا د وږي په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ياد بريد کې يې شپږ جنګي الوتکې له منځه وړل شوې دي.
سرچينې زياته کړې ،چې په دې ډله ييزو بريدونو کې دوه نورې جنګي الوتکي زيانمنې شوې دي او د الوتکو ددرولو شپږ لوى اوسپنيز هنګرونه هم له منځه تللي دي.
ايساف منلې ، چې دغه پنځلس کسيزه ډله وسلوال طالبان په درېيو وړو ډلګو وېشل شوي وو او په پرمختللو وسلو سمبال و او له ښه چمتوالي سره راغلي وو.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا بريد د شپې په لسو بجو پيل او سهار وخته پاى ته ورسول شو، چې په ترڅ کې يې ١٤ تنه ووژل شول او يو يې ژوندى نيول شوى دى.
خو پرون ايساف ويلي و ، چې د بريد کوونکيو شمېره ٢٠ تنه وو، چې ١٩ يې ووژل شول او يو يې ژوندى نيول شوى دى.
د ايساف په نننۍ خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې بريد کې يې دوه سرتېري وژل شوي، نهه سرتېري او اته نور نظامي کارکوونکي له يوه ملکي وګړي سره ټپيان شوي دي .
بايد وويل شي، چې په تېره يوولس کلنه جګړه کې بهرنيو ځواکونو ته د مالي زيانونو داوښتو دا تر ټولو لويه پېښه وه.
ديادونې ده ، چې د بريد پر مهال په ياه اډه کې د برېتانيا شهزاده هيري هم مېشت و، خو هغه له دغه بريده روغ وتلى دى.
شهزاده هيري څو ورځې مخکې د پوځي ماموريت لپاره هلمند ته راغلى دى، افغانستان ته دا د هغه د ماموريت دويمه دوره ده.
طالب وياند قاري يوسف احمدي پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوي پيغام کې ويلي، چې په درنو او سپکو سمبال يوې ډلې طالبانو پر ياد نظامي مرکز بريد کړى دى.
د نوموړي په وينا، دغه ډله بيا په څو ګروپونو وېشل شوې وه او هرې ډلې ته ځانګړې سيمې په نښه شوې وې، چې هلته عمليات ترسره کړي.
هغه زياته کړې، چې دا ډله ييز بريد يې په امريکا کې د هغه جوړ شوي فلم پر ضد کړى، چې په کې د اسلام ستر پيغمبر ته سپکاوى شوى دى.
قاري يوسف وايي، چې په دغه بريد کې د لسګونو بهرنيو سرتېرو د وژل کېدو ترڅنګ ، څو چورلکې او جيټ الوتکې هم له منځه وړل شوې دي.
د يادونې ده، چې په هلمند کې د زرګونو امريکايي سرتېرو په ګډون لس زره برېتانوي سرتېري هم مېشت دي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version