ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د درېيو قوماندانانو په ګډون د ١٩ وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکړل شو

19 Sep 2012 - 11:03
19 Sep 2012 - 11:03

جلال اباد- لښکرګاه(پژواک ٢٩ وږى ٩١):دولتي چارواکيو دنورستان او هلمندولايتونو په بېلابېلو عملياتو کې ددرېيو قوماندانانو په ګډون د ١٩ وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکړ. د نورستان چارواکي وايي، چې نن سهار ددغه ولايت په کامدېش ولسوالۍ کې وسلوالو مخالفينو دولتي سرتېرو سره جګړه پيل کړې ده. د نورستان امنيه قوماندان سمونوال غلام الله نورستاني د وږي په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نښته نن سهار په څلورو بجو د کامدېش ولسوالۍ په مربوطاتو کې پيل شوې ده. نوموړي وويل، چې په دغه نښته کې يې د طالبانو يو قوماندان حيات الله له اتو نورو ملګرو سره وژلى او د عبدالله په نوم يو پوليس وژل شوى او درې تنه نور يې ټپيان شوي دي. د امنيه قوماندان په وينا، وژل شوى قوماندان د کامدېش ولسوالۍ د بېنور د کلي اوسيدونکى دى، چې له شپږو کلونو راهيسې يې په دغه ولايت کې وسلوال فعاليتونه کول. نوموړي وويل، چې دغه طالب قوماندان به د برګمټال پر لويه لاره له خلکو پيسې اخيستلې او د پوليسو کورونه به يې سوځول.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې سهار شپږ بجې يې د کامدېش ولسوالۍ په فرشتان او بېنور کليو کې پر اربکيو پوليسو جګړه پيل کړې ده، چې  په پايله کې ۱۷ پوليس او اربکيان وژل شوي  او ۱۳ نور ټپيان دي.

د هغه په ادعا، په دې جګړه کې پنځه امنيتي پوستې بشپړې ويجاړې شوې او ۲۰ ميله درنه او سپکه وسله د طالبانو لاس ته ورغلې ده.

مجاهد ومنله، چې په دې جګړه کې  اته وسلوال طالبان هم  وژل شوي  او شپږ نور ټپيان دي.

بلخوا د هلمند ولايت ولايت امنيتي چارواکي وايي، په بېلا پېلو عملياتو کې د دوو قوماندانانو په ګډون لس وسلوال طالبان وژل شوي دي. د هلمندولايت مقام د مطبوعاتي دفتر لخوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې پرون د سنګين ولسوالۍ د پانکلې په سيمه کې ايساف ځواكونو د جهاد مل په نوم يو طالب قوماندان له خپلو دوو ملګروسره وژلى دى. سرچينې زياته کړې ، چې يادو كسانو په سيمه كې د ماينوپه خښولو، پر دولتي او ايساف ځواكونو په بريدونو او نورو ورانوونكو كړنوكې لاس درلود . دغه راز ددې ولايت پوليسو په بېلابېلو سيمو کې اووه طالب وسلوال وژلي او درې يې ژوندي نيولي دي. په هلمندولايت کې د پوليسو د لومړي کنډک قوماندان سمونوال عبدالستارنورزي پژواک اژانس ته وويل ، چې ياد عمليات پوپلزو ښاخ ، الکوزو، نورزو او بارکزيو په کليو کې ترسره شوي دي . دده په وينا،د يادو عملياتو په ترڅ کې د وسلوالوطالبانود يوه قوماندان حاجي بشر په ګډون د هغه شپږ وسلوال ملګري وژلي اودرې نور يې ژوندي نيولي دي . وسلوالو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version