ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار، لغمان او جوزجان کې د امريکايي فلم پر ضد سوله ييز لاريونونه وشول

19 Sep 2012 - 11:59
19 Sep 2012 - 11:59

جلال اباد ( پژواک ٢٩ وږى ٩١ ) : د ننګرهار او جوزجان پوهنتونونو محصلينو او د لغمان سلګونو اوسېدونکي د امريکايي فلم پر ضد سوله ييز لاريون وکړ.
د ننګرهار د پوهنتون لاريون کوونکي، چې شمېره يې شاوخوا زرو تنو ته رسېدل نن د وږي په ٢٩مه، دسهار په اته نيمو بجو په درونټې سيمه کې له پوهنتون څخه را ووتل او د کابل – جلال اباد لويه لاره يې ديوه ساعت لپاره وتړله.
لاريون کوونکو د امريکا او هغو کسانو پر ضد شعارونه ورکول، چې په يوه فلم کې يې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) ته سپکاوى کړى دى.
د ننګرهار پوهنتون سلګونو لاريون کوونکو دغه راز د امريکا بيرغ ، د ولسمشر اوباما جوړې شوې څېرې او د فلم جوړونکي څېرې ته اور ورته کړ.
لاريون کوونکو د امريکا او د هغوى د ملاتړ کوونکيو پر ضد د مرګ شعارونه ورکول او له افغان دولت څخه يې غوښتنه کوله، چې له امريکا سره ډېپلوماتيکې اړيکې پرې کړي.
د لاريون کوونکو يو تن مسوول عتيق الرحمن پژواک اژانس ته وويل ، چې دوى د ياد فلم پر ضد احتجاج کړى او له امريکا غواړي ،چې ددې فلم جوړونکي محاکمه کړي.
نوموړي زياته کړه، تر هغه به خپلو لاريونونو ته ادامه ورکړي، چې ددغه فلم جوړونکي او خپرونکي نه وي محاکمه شوي .
د انجنيرۍ پوهنځي د دويم کال محصل بريالي پژواک اژانس ته وويل، چې دوى له افغان دولت څخه غوښته کوي، چې له ٢٠١٤ کال مخکې دې د امريکا له دولت سره هر ډول اړيکې پرې کړي.
نوموړي زياته کړه، په داسې حال کې چې ګاونډى هېواد پاکستان پر سرحدي سيمو بريدونه کوي او په امريکا کې د اسلام توهينوونکي فلمونه خپريږي د ولس کرکه د نړيوالو ځواکونو پر وړاندې مخ پر ډېرېدو ده.
لويې لارې ته په راوتلو لاريون کوونکو د کابل -جلال اباد د سړک پر سر د امريکا ملي بيرغ له پښو لاندې کولو وروسته په اور وسوځاوه.
د سره رود ولسوال سيد علي اکبر سادات پژوا ک اژانس ته وويل، چې د کابل – جلال اباد د لويې لارې مسافرينو لپاره يې له درونټې د سره رود تر څلور لارې پورې د کانال پر غاړه متبادله لار پرانېستې وه.
هغه زياته کړه ، چې لاريون يې تر امنيتي پوښښ لاندې راوستى و ، چې په سوله ييز ډول له تاوتريخوالي پرته پاى ته ورسېد.
د لاريون په پاى کې ددغه پوهنتون د محصلينو يوتن مشر بهار پرېکړه ليک ولوست.
په دې پرېکړه ليک کې د پوهنتون محصلينو د فلم جوړونکو د غندنې ترڅنګ په نړيواله محکمه کې د مسلمانو قاضيانو په پرېکړه د هغوى د محاکمه کولو غوښتنه وکړه.
په پرېکړه ليک کې له افغان دولت او مسلمان امت څخه غوښتنه شوې وه، چې له امريکا سره دې ډېپلوماتيکې اړيکې پرې کړي.
دغه راز د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وايي چې په الينګارولسوالۍ کې هم سلګونو کسانو دياد فلم پر ضد سوله ييز لاريون وکړ.
بلخوا د جوزجان ولايت له زرو څخه زياتو محصلينو د پوهنتون په انګړ کې د امريکايي فلم پر خلاف چې په کې د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) ته سپکاوى شوى، هم غونډه وکړه او دغه عمل يې په کلکه وغانډه.
د جوزجان پوهنتون د انجينيرۍ پوهنځي محصل صفى الله پژواک ته وويل: (( موږ له خپل دولت څخه غواړو چې زموږ غږ امريکا ته ورسوي ترڅو د فلم جوړونکي ته سزا ورکړي.))
هغه زياته کړه دا لومړۍ ځل نده چې د اسلام مقدساتو ته سپکاوۍ کيږي، که ددغسي کرغيړنو کړنو څخه مخنيوۍ ونشي، دوى به سړکونو ته ووځي او لاريونونه به وکړي.
د جوزجان پوهنتون رييس انجينير ګل احمد فضلي وايي، چې نن د پوهنتون ټول محصلين د همدې غونډې له امله رخصت و.
تر دې مخکې د کابل ترڅنګ په نورو ولايتونو کې هم دا ډول لاريونونه شوي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version