ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګرو ملتونو د اسلام ضد فلم خپرول شرموونکى عمل وباله

20 Sep 2012 - 14:37
20 Sep 2012 - 14:37

کابل (پژواک ٣٠ وږى ٩١): د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي بانکي مون په امريکا کې د اسلام پر ضد خپور شوى فلم شرموونکى او دا يې د بيان د ازادۍ خلاف يو عمل وباله.
بانکي مون پرون ماښام په نيويارک کې د يوې خبري غونډې پر مهال د ياد فلم خپرول په کلکه وغندل او شرموونکى يې وباله.
هغه زياته کړه، چې د امريکايي فلم جوړوونکو له شرمه ډک دغه عمل ته په هېڅ ډول سم کار نه شي ويل کېداى.
بانکي مون ويلي، چې د ياد فلم جوړوونکو په امريکا کې د بيان د ازادۍ له قانون څخه ناوړه ګټه پورته کړې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، چې دوى د کرکې خپرولو او د نورو د سپکاوي لپاره د بيان د ازادۍ ملاتړ نه شي کولى.
ده زياته کړې: ((د بيان ازادي د هر چا حق دى، خو څه ډول ګټه چې ترې امريکايي فلم جوړوونکي اخيستې، هېڅوک يې ملاتړ نه شي کولى.))
بانکي مون وايي، چې له سپکاوي ډک د امريکايي فلم په خپرېدو سره په اسلامي نړۍ کې مسلمانانو کلک غبرګون ښودلى او له تاوتريخوالي ډک لاريونونه پيل شوي دي.
د نکولا باسولي نکولا په نوم يوه امريکايي فلم جوړوونکي د کليسا د يوه پادري ټيري جونز په همکارۍ د اسلام ضد دغه فلم جوړ او بيا يې خپور کړى دى، په دغه فلم کې اسلام او د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) ته سپکاوى شوى دى.
د فلم تر خپرېدو وروسته په اسلامي نړۍ کې د امريکا پر ضد لاريونونه پيل شوي او پارېدلو لاريون کوونکو په ليبيا کې د امريکا سفير له درېيو نورو ډيپلوماتانو سره وواژه، دغه راز په سوډان، يمن، ټونس او مصر کې هم د امريکا او نورو غربي هېوادونو پر سفارتونو بريدونه وشول.
په افغانستان کې هم د دغه فلم پر ضد د لاريونونو لړۍ پيل شوې وه، چې اوس هم روانه ده.
بلخوا د ياد فلم يوې کار کوونکې او هنرمندې سنډي لي ګارسيا د فلم جوړوونکي پر ضد د امريکا د لاس انجلس ښار په يوه محکمه کې عريضه کړې ده.
هغې په خپلې عريضه کې ويلي، چې د فلم جوړوونکي ورته ويلي وو، چې دغه فلم د مصر د لرغونتيا په اړه جوړوي او د اسلام پر ضد په کې هېڅ ډول سپکاوى نشته.
ګارسيا په خپله عريضه کې ليکلي، چې د فلم جوړوونکي ورسره چل کړى او دا يې تېر ايستلې ده.
نوموړې له محکمې غوښتي، چې له انټرنيټي شبکو يوټيوب او ګوګل څخه ياد فلم اوباسي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version