ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستاني توپچي بريدونو په کونړ کې دوه تنه ووژل

20 Sep 2012 - 15:54
20 Sep 2012 - 15:54

اسعداباد (پژواک ٣٠ وږى ٩١): د کونړ ولايت چارواکي وايي، چې پر دانګام او مرورې ولسواليو د پاکستان په تازه بريدونو کې دوه تنه وژل شوي دي.

د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د وږي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرې شپې راهيسې پر دغو ولسواليو ٢٥ فيره د توپچي ډزې شوې دي.

هغه زياته کړه، چې پر دانګام اته او پر مرورې ولسوالۍ ١٨ د توپچي ډزې شوې چې له امله يې يو ماشوم او يوه ښځه وژل شوې او دوه نور ټپيان دي.

د والي په وينا، پر سرحدي سيمو د پاکستاني ځواکونو پرله پسې توغنديز بريدونه لا هم دوام لري، چې د ځاني زيان ترڅنګ يې خلکو ته مالي زيانونه هم اړولي دي.

د کونړ پر سرحدي ولسواليو پاکستاني بريدونه د روان لمريز کال له پيل څخه دوام لري چې له امله يې د سيمې خلکو ته د مرګ ژوبلې سربېره مالي زيانونه اوښتي او څوارلس سوه کورنۍ له يادو سيمو کوچېدو ته اړې شوې خو افغان حکومت د دغو بريدونو د مخنيوي لپاره تر اوسه کوټلي ګامونه نه دي پورته کړي.

په دغو بريدونو کې تر اوسه شاوخوا ١٥ کسان وژل شوي او تر ٤٠ زيات ټپيان دي.

بلخوا د دغه ولايت مسوولين وايي، د پنجشنبې په سهار د ناړۍ ولسوالۍ پر مرکز د وسلوالو مخالفينو له خوا څلور د هاوان مرمۍ توغول شوې چې له امله دوه تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version